د لاسرسي ځای

تازه خبر

“حزب اسلامي سره مزاکرات له ستونزو سره مخ شوي”


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي له افغان حکومت سره د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د اسوشیېتېد پریس خبري اژانس وايي د دواړو لورو ترمنځ د سولې خبرې وروسته له هغې له ستونزو سره مخامخ شوې چې حزب اسلامي په وروستي توافق کې چې څو اونۍ مخکې رامنځ ته شو د تعدیلاتو غوښتنه وکړه.

دي خبري اژانس د شهادت په ویب پاڼه کې د هغې خپرې شوې لیکنې یادونه کړې چې وايي خپله حکمتیار د حقپال په قلمي نوم لیکلي او په کې له حکومت سره د سولې خبرې اترې عملا پای ته رسیدلي بللي دي.

په نهايي شوي توافق کې د اسلامي حزب له خوا له امریکا سره د امنیتي تړون او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو مادو کې د بدلون غوښتنه هغه څه دي چې ویل کېږي د سولې دا خبرې اترې یې له ستونزو سره مخ کړي.

یو حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، خبرې اترې له ستونزو سره مخ دي او کابل دا مهال د اسلامي حزب د رسمي دریځ په تمه دی.

خو امین کریم چې د سولې په خبرو اترو کې د اسلامي حزب د هییت مشري کوي امریکا غږ اشنا ته ویلي، د سولې خبرو پيل د حزب اسلامي په نوښت شوی و او دوی لا هم پر خپلې ژمنې ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG