د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غلام خان بندر کې د قرنطین مرکز جوړیږي


د دوشنبې په ورځ د خوست ولایت اړوند په غلام خان بندر کې دسرحدي قرنطين د مرکز لپاره د ودانۍ د جوړيدو چارې پيل شوې.

دغه مرکز چې د کرنې وزارت په چوکاټ کې د نړيوال بانک لخوا د ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي، د غلام خان بندر له لارې د ګاونډي هېواد پاکستان څخه واردیدونکي توکي، ژوندي څاروي او نور حیواني او نباتي محصولاتو کیفیت به معاینه کیږي او وروسته به د واردیدو اجازه ورکوي.

غلام خان بندر که څه هم په رسمي توګه ترانزیټ ندی اعلان شوی او په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته دا دوه کاله پرې د ګاډو تګ او راتګ هم نشته، خو بیا هم افغان حکومت د یاد بندر د تاسیساتو او نورو تخنیکي وسایلو د برابرولو کار روان ساتلی دی.

د خوست د والي مرستیال شیربادشاه ارګوني د یاد مرکز د کار د پیل په ځای کې د رسنیو خبریالانو ته وویل، چې دا مرکز به دوه اداري خونې ولري او په دویم قدم کې به پدې ځای کې د موادو د کتنې لپاره اساسي لابراتوار هم جوړ شي.

شیربادشاه ارګوني زیاته کړه:

((د قرنطین لپاره یوه ودانۍ جوړیږي چې دوه اداري تعمیرونه به ولري، بودجه يې تقریباً د ۱۶ میلیونه افغانیو په خواوشا کې ده، کله چې دا پروژه د یو کال په موده کې بشپړیږي، کله چې زموږ لاره له خیره ترانزیټ شي، د غذایي موادو همدارنګه د نباتي او حیواني محصولاتو د قرنطین لپاره دا جوړیږي.))

د خوست د کرنې او مالداری سرپرست رييس نقیب الله مندوزی د قرنطین د دې مرکز د جوړلو د ارزښت په تړاو وايي، چې پدې سره به د یو شمېر هغو ناروغیو مخه ونیول شي، چې د انسانانو او حیواناتو مشترکې دي:

((هغه حیواني محصولات، ژوندي حیوانات او نباتات چې د ګاونډي هېواد نه واردیږي، دلته به معاینه کیږي او د معاینې وروسته به اجازه ورکول کیږي، پدې سره موږ وکولای شو چې بعضي هغه ناروغی چې د انسان او حیوان مشترکې دي، د نباتي او حیواني منبع نه انتشار پیدا کوي د دې مخنیوی به مو کړی وي.))

درې کاله کيږي، چې په غلام بندر کې د سرحدي ګمرک او سرحدي پوليسو د کميسارۍ لپاره د شاوخوا ٣٩ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت تاسيسات جوړ شوي، خو دا چې له یوې خوا غلام خان بندر رسمي ترانزیټ شوی ندی او بل لوري ته له دوو کلونو راهیسې د پولي په پورې غاړه کې د روانو عملیاتو له کبله لاره بنده ده، نو لدې اساسي تاسیساتو تر اوسه کار ندی اخیستل شوی.

د خوست خلکو د نوي حکومت په تېره یوه نیمه لسیزه کې په پرلپسې توګه د غلام خان بندر د ترانزیټ کېدو غوښتنه کړې ده، خو د نامالومو دلایلو له کبله د غلام خان بندر رسمي ندی ترانزیټ شوی.

XS
SM
MD
LG