د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې درې زر کیلو ګرامه امونیم نایټریټ نیول شوي


د لوګر ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو په مرکز پل علم کې په دوو جلا، جلا قضیو کې درې زره کیلو امونیم نایټریټ نیولي دي.

چارواکي زیاتوي، د امونیم نایټریټو سره یو ځای څلور وسلوال کسان همدارنګه دوه هینو موټر هم د ملي امنیت منسوبینو لاسته لویدلي دي.

د یکشنبې ورځې ناوخته د لوګر والي حلیم فدايي مشال راډیو ته وویل، چې د امونیم نایټریټو یو موټرد دوو وسلوالو سره یو ځای د یکشنبې په ورځ او دوهم موټر د دوو نورو ساتونکو سره درې ورځې وړاندې د ملي امنیت د منسوبینو لخوا نیول شوی دی.

د لوګر والي وايي، د افغانستان د حکومت وسلوال مخالفین د امونیم نایټریټو څخه د بمونو او چاودیدونکو توکو په جوړولو کې ګټه پورته کوي او پدې توګه د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخوي.

حلیم فدايي زیاتوي:

((زموږ امنیتي منسوبینو په یوه اونۍ کې درې زره کیلوګرامه امونیم نایټریټ نیولي دي، چې د دې په کشف او ضبط سره د زرهاوو انسانانو ژوند ته نجات ورکړل شو ځکه چې باغیان دا مواد په ماینونو او نورو منفجره موادو کې استعمالوي تر څو زموږ زموږ د ولس ژوند تهدید کړي او د ولس په خلاف يې وکاروي.))

د لوګر والي د یاد ولایت ډاډمن امنیت د کابل په ګډون د ټول افغانستان لپاره د ارزښت وړ وباله.

ده وویل لوګر له یوې خوا په سرحدي ولایتونو کې دی، بل لوري ته د کابل سره تر ټولو نږدې دی او د دې ترڅنګ د افغانستان د اوو ولایتونو سره ګډه پوله لري.

حلیم فدايي وړاندې وویل، کچیرې د لوګر امنیت ته پوره پاملرنه وشي، نو پدې سره د افغان حکومت چارواکي دا فرصت پیدا کوي، چې د هېواد د پرمختیايي کارونو لپاره ښې برنامې جوړې او عملي کړي.

د لوګر والي پدې اړه وايي:

((د لوګر امنیت پورې نه یوازې د کابل بلکې د افغانستان امنیت ورپورې تړلی ده، ځکه هم سرحدي ولایت ده او هم مرکز ته تر ټولو نږدې ولایت ده، هم د اوو ولایتونو سره سرحد لري او هم دښمن غواړي لدې لارې نه کابل او نورو ولایتونو ته نفوذ پیدا کړي، نو پدې خاطر باندې په لوګر کې د وسلوالو د اثر کمول به دا مانا ولري چې مرکزي حکومت به دا فرصت ولري چې هغوی د افغانستان د اقتصادي، انکشافي او ثبات لپاره موثرې برنامې په ارام او ارامه ساه باندې جوړې کړي.))

د لوګر والي حلیم فدايي وویل، چې په یاد ولایت کې د کشفي او امنیتي ادارو تر منځ د همغږۍ ډېرښت، په وسلوالو ځواکونو د خلکو د باور او اعتماد ډېریدل او امنیتي منسوبینو سره د ورانکارو بریدونو په مخنیوي کې ولسي همکاري د دې لامل شوې ده، چې د وسلوالو د ډیریو فعالیتونو او تحرکاتو مخه ونیول شي او د پخوا په پرتله د لوګر امنیت ډاډمن شي.

XS
SM
MD
LG