د لاسرسي ځای

تازه خبر

'موږ لکه روبوټ د بل په اشارو روان یو'


 نور بادشاه یوسفزی
نور بادشاه یوسفزی

يورپ او نورو مغربي هېوادونو دغه پرمختګ په سل دوه سوه کاله کې نه دی کړی. دوی څو رقم نظامونه جوړ کړي او مات کړي او ډېرې غلطيانې يې کړي او بيا يې سمې کړي

له خپلې خاورې لیرې په یو پردي هېواد کې د خپل ولس پر بده ورځ مې زړه ډېر زهیرېږي، چې ولې مو په وطن کې جنګونه, فسادونه اوقتلونه روان دي، دلته په اروپا کې چې دغه پرمختللیو هېوادونو ته ځیر شم چې څومره ښکلی پرامنه له سکونه ډک خوشاله ژوند تېره وي, تجارت, تعليم، مذهب, خوشالي هر څه لري او کوي, خو يو موږ يو چې نه خپله څه کولی شو او نه بل څوک کار ته پرېږدو, ځانته مو په خپله ديوالونه درولي دی, ځان مو په خپله د مذهب، قوميت، عزت او غيرت په مزیو تړلی دی او د يو داسې ژوند په تمه ناست یو چې امن به په خپله راشي وطن او اقتصاد به په خپله جوړ شي بيا موږ هم د خارجيانو په رقم ښه ژوند کوو خو دې ته پام نه کوو چې زموږ د ژوند دا يوه يوه ورځ او لمحه څومره قيمتي ده چې دا يوه لمحه په ښه خوشاله او له سهولتونو ډک حالت کې تېره نه شي نو بيا پرې څه وکړو؟

برتانیا د جون پر ۲۳مه نېټه له یورپه د وتو ټولپوښتنه وکړه نو د وتو او نه وتو ډلو سياسی مشران په يو میدان کې راټول شوي ول او خبرې يې کولې. له غونډې بهر خلکو په پرامنه توګه یو لوی لاريون وکړ, دوی يو انساني زنځير جوړ کړ او يو بل یې ښکل کړل، دا ښکلول کيدایشي د نړيوال ريکارډ جوړولو يوه هڅه هم وه خو دا هغه خلکو ته يو پيغام وو چې غوښتل يې يورپ پرېږدي چې " مينه تر ټولو غټ طاقت دی" .

د طب په ميدان کې که د خارجيانو هڅې ته وګورو نو داسې عجيبه کارونه چې فکر ورته کار پرېږدي لکه " شوګر " چې يو ډېر خطرناک مرض دی که په مريض کې هغه " پانکراس " وشلېږي نو بې له دې یې بل نشته, چې هره ورځ د انسولين يوه ستن ووهي يا انسولين پمپ ورته لګول شي.

(فکر کوم دغه سيسټم په افغانستان او پاکستان کې نشته ) اوس په امريکا کې د جينز موډيفيکشن په کولو سره د خنځير په ايمبريو کې د انساني پانکراس جينز اچول شوی دی اوس چې کله دغه د خنځير بچۍ پيدا شي او د انسولين جوړول پيل کړي نو د هغې نه به پانکراس وباسي او د شوګر په مريض کې به يې ولګوي. خو يو موږ يو چې هم هغسې په سوونو او زرګونو کاله زړو خبرو او کيسو پسې روان يو, خپل ژوند د نورو په خبرو او اشارو لکه د يو ربوټ مشين تېروو خو يوه خبره دې هر څوک په ذهن کې واچوي چې امريکا او يورپ چې څنګه پرمختګ کړی تر څو موږ هم پر هغه لار ولاړ شو، پرمختګ کولی شو, بله د پرمختګ کومه لار نشته!

يورپ او نورو مغربي هېوادونو دغه پرمختګ په سل دوه سوه کاله کې نه دی کړی. دوی څو رقم نظامونه جوړ کړي او مات کړي او ډېرې غلطيانې يې کړي او بيا يې سمې کړي او خپل نظام يې د انساني فطرت د مخې سنګار کړی دی، چې په هغه کې په زرګونو، علمانو, فلسفيانو, او پوهه خلکو محنتونه کړي.زموږ د ګاونډي هند پرمختګ زموږ په وړاندې دی چې دا د سيکولريزم پرته ناشونۍ وو, موږ ته د تېرپرځای د راتلونکې فکر کول پکار دی، د ښه راتلونکې لپاره خپل نن ته پاملرنه کول پکار ده, ګني هم دغسې به خوار وزار دربدر ګرځو او د افراطيانو په نوم به پيژندل کېږو.

لیکنه: نور بادشاه یوسفزی

لیکوال پر ټوېټر تعقیب کړئ

XS
SM
MD
LG