د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز پارټۍ د وزیر اعظم نواز شریف نااهله کولو درخواست جمع کړی


پاکستان پيپلز ګوند د وزير اعظم نواز شريف او د کورنۍ نورو غړو د نااهلې خلاف درخواست په اليکشن کمېشن کې جمع کړی دی.

درخواست د سردار لطيف کوسه لخوا جمع کړل شوی دی چې پکې د وزير اعظم نواز شريف تر څنګ د هغه ورور او د پنجاب وزير اعلاشهباز شريف، حمزه شهباز، د خزاني وزير اسحاق ډار او کېپټن صفدر نومونه کښل شوي دي.

په درخواست کې ويل شوي دي چې وزير اعظم او نورو غړیو په اليکشن کمېشن کې د خپلو اثاثو سم معلومات نه دي جمع کړي او بل دا چې د وزير اعظم زامنو بهر ملکي آف شور کمپنيانو لپاره د ملک پيسه په غير قانوني توګه لېږلې ده.

د جمعي په ورځ تحريک انصاف ګوند هم د وزير اعظم د نااهلۍ خلاف درخوا ست په اليکشن کمېشن کې جمع کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG