د لاسرسي ځای

د ارجنټاین فوټبال ملي ټیم لوبغاړي ليونېل مېسي له جهاني لوبو د ګوښه کېدو اعلان وکړ .

مېسي دغه پرېکړه د اتوار په ورځ له هغه وروسته وکړه چې لوبډلې يې د کوپا ـــ امريکا جام په پایلوبه کې د چیلي له ټيمه ماتې وخوړله .

د چیلي او ارجنټاین ترمنځ د هغې لوبې فېصله په پنالټيانو وشوه. وړومبۍ پنالټي مېسي په خپله ووهله او ګول يې ونه کړای شو، او لوبډلې یې فاینل هم وبايلو .

ليونېل مېسي پينځه ځله په نړۍ کې د فوټبال د کال غوره لوبغاړی نومول شوی دی .

د یکشنبې ورځ تر پایلوبې وروسته مېسي وويل و د ارجنټاین اتل کولو لپاره چې یې څه کولی شو هغه یې ټول وکړل، خو داسې ونه شول.

مېسي درې ځله د کوپا ــ امريکا په فائنل کې د ارجنټاین استازيتوب کړی دی خو ټيم يې بريا نه ده ترلاسه کړې .

XS
SM
MD
LG