د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار چارواکي د ګڼو داعشیانو وژلو او ژوبلولو ادعا کوي


د افغانستان ننګرهار ولایت چارواکي وایي، په کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د داعش ډلې نولس وسله وال وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن دوشنبه مشال راډيو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونه دا مهال په داسې حالت کې دي چې دا سیمه له دې وسله والو پاکه کړي.

(تر اوسه څلور هوايي بریدونه شوي دي، افغان ځواکونه د داعش وسله والو د له منځه وړولو لپاره تصفوي عملیات کوي.)

دا په داسې حال کې ده چې له تیرو څلورو ورځو راهسې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او داعش وسله والې ډلې تر منځ جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG