د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي'


د افغانستان کډوالو چارو وزارت وايي، تر تورخم پېښې وروسته په پاکستان کې افغان کډوال ځورول کېږي.

د دغه وزارت مطبوعاتو مسوول حفیظ احمد میاخېل د یکشنبې په ورځ ناوخته مشال راډیو ته وویل، پاکستان له افغانستان سره پر یو شمېر هوکړو سربېره هلته ميشت افغان کډوالو ته ستونزې پیدا کوي.

ده وویل: (بشري ستونزې باید له سیاست سره ګډې نه کړل شي، لکه د تېر په څېر چې پاکستان د دېرش میلیونه افغانانو کوربه توب کړی دی، زموږ غوښتنه دا ده چې خپل کوربه توب ته ادامه ورکړي.)

د پاکستان له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

دا له هغه وروسته ده چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز دوې ورځې وړاندې ویلي ول، په پاکستان کې د افغان کډوالو کېمپونه د ترهګرو په مرکزونو بدل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له هغه وروسته لا پسې کړکېچنې شوي دي چې د جون پر دوولسمه په تورخم کې د اسلاتم اباد له لوري د یوه نوي وره د جوړولو پر سر د دواړو خواوو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG