د لاسرسي ځای

پېښور کې د قبایلي مشرانو احتجاج دوام لري


د ارشیف انځور

د ارشیف انځور

یو شمېر قبایلي مشران چې دا مهال په پېښور کې پر احتجاج بوخت دي وايي حکومت د دوی د ستونزو هوارولو لوري ته هېڅ پام نه کوي.

دوی له تېرو څو اونیو راهیسې احتجاجي ناسته لري او له حکومته غواړي چې دوی ته دې د ژوند بنیادي سهولتونه ورکړي. دوی وايي حکومت د دوی د احتجاج هېڅ پروا نه ده کړې.

د احتجاجي ناستې مشري اقبال اپریدی کوي. هغه وايي په قبایلي سیمو کې د تعلیم، صحت، اوبو او نورو سهولتونو غوښتنه کوي.

احتجاج کونکي وایي باید د فاټا د بې کوره کړل شویو کورنیو مسئلو ته خصوصي پام ورکړل شوی وای او زیاتوي چې د راروان اختر مونځ به هم د احتجاج په توګه د ګورنر هاوس مخې ته کوي.

XS
SM
MD
LG