د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپا فوټبال سیالیو کې نن درې لوبې کېږي


د فوټبال د سیالۍ یو انځور
د فوټبال د سیالۍ یو انځور

د اروپا د ٢٠١٦م کال د فوټبال اتلوليو د سياليو په دوهم پړاو کې نن کوربه هېواد فرانسه له ايرلنډ، جرمني له سلواکيا او هنګري له بلجيم سره مسابقه کوي.

دغه درې واړه مسابقې د پېښور په وخت په شپږو، نهو او د شپې په دولسو بجو کیږي.

پرون هم درې مسابقې وشوې.سويس له پولنډ سره مسابقه وکړه، چې پولنډ په پنلټي ګولونو وګټله، د ویلز او شمالي ايرلنډ مسابقه ویلز په يوه ګول وګټله. دغه راز پرتګال په يوه ګول سره له کرويشيا مسابقه وګتله.

سویس، شمالي ایرلنډ او کرویشیا د دوهم پړاوله لوبو وتل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG