د افغانستان د کندز ولایت سیمه ییز امنیتي مسوولین وايي چې د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ڼاټو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې د ملا جنت په نوم د طالبانو د یو قومندان په ګډون ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
په کندز ولایت کې د پامیر ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي مشال راډیو ته ویلي چې طالبان تېره شپه د چهاردرې ولسوالۍ په قوش تپې سیمه کې وژل شوي دي.
ښاغلی کریمي دغه شان وايي چې د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې د ملا رحیم په نوم د طالبانو د یو قومندان په ګډون اووه تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي دي.
خو طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې اووه تنه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزو امنیتي مسوولینو دغه ادعا رد کړې ده.