د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حقانیې مدرسې سره مرستې ولې وشوې؟


په اکوړي کې د مدرسې زدکونکي
په اکوړي کې د مدرسې زدکونکي

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزیسون ګوندونو د صوبايي حکومت لخوا د ۲۰۱۶ او ۱۷ مالي کال کې د درالعلوم حقانیه اکوړه خټک لپاره د مالي مرستو د ورکولو غندنه کړېده.

دارالعلوم حقانیه د نوښار ضلعې په اکوړه خټک کې د جرنیلي سرک په غاړه جوړ دی او زیاتره اسلامي زدکړې ورکوي. د افغانستان د طالبانو ډیری مشران هم له نوموړې مدرسې فارغه شوي دي. خو سږ کال د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د نوي مالي کال په بودیجه کې یادې مدرسې ته،۳۰ کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي.

د عوامي نیشنل ګوند یوې غړې بشرا ګوهر پرون مشال راډیو ته وویل صوبايي حکومت یوې مدرسې ته زیاته اندازه پیسې بیلې کړي خو د تعلیم او د ترقیاتي کارونو لپاره یې کمې پیسې ځانګړې کړې دي.

« زه ددې اقدام په سختو ټکو کې غندنه کوم. دغه دېرش کروړه روپۍ د خلکو د مالیې پيسې دي. د طالبانو یو پلوي تن مدرسې ته دغه پیسې ورکول، غلط کار دی. »

خو بل پلو، د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي دوی ځکه د اکوړي مدرسې ته پیسې بیلې کړي چې یو خو پخوا دوی سره چا مرسته نه وه کړې او بله دا چې دا لویه مدرسه ده او ۵۰۰۰ زدکونکي يکې زدکړې کوي.

XS
SM
MD
LG