د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان کې طالبان ازاد دي خو کډوال ځورول کيږي."


د مقالې ليکوال، افراسياب خټک
د مقالې ليکوال، افراسياب خټک

افراسیاب خټک په ده نیشن ورځپاڼه کې په خپله مقاله کې لیکي په داسې حال کې چې د جون په شلمه نیټه په نړۍ کې د کډوالو ورځ نمانځل کیده، د پاکستان حکومت او د امینتي اسټیبلیشمنټ سره تړلو خلکو د افغان کډوالو پر ضد د نفرت د کمپاین مشري او ملګرتيا کوله.

افراسیاب خټک لیکي چې د جون د میاشتې په یوویشتمه نیټه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مشر فیلیپو ګرانډي د افغان کډوالو د ستونځو د هواري لپاره د پاکستان په سفر وو ، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار د هیڅ خبرې خیال ونه ساته او په یو بیان کې يې وویل چې د افغان کډوالو کیمپونه د ترهګرو ځالې دي.

څو میاشتې وړاندې د بلوچستان صوبې وزیراعلا ويلي وو چې افغان کډوال به په زور ستنولی شي. خلک خبر دي چې بګتي د پاکستان د استخباراتي ادارو د ویاند په توګه کار کوي. په دې دوران کې افغان کډوال زورول شو او د هغوی پر ضد داسې دعوې وشوې چې څه شواهد يې نشته.

افراسیاب خټک وړاندې لیکي چې په دنیا کې هيڅ ټولنه له جرمونو پاکه نه ده او دغه شان په افغان کډوالو کې به هم ځيني داسې وي چې په جرمونو کې به ککړ وي خو د دوی په ټوله ابادۍ د ترهګرۍ تورونه لګول، انصاف نه دی.

ورځپاڼه زياتوي چې که چیرې تیرو څو لسیزو ته وکتل شي نو دا خبره ثابیتږي چې افغان کډوال په ترهګرۍ کې ککړ نه دي پاتې شوي. هغوی له جنګه راغلي دي او غواړي چې د خپلو کورنیو مرسته وکړي. هغوی څنګه کولی شي چې د ترهګرو په پېښو کې ککړ شي او د خپلې کورنۍ ژوند د خطر سره مخ کړي.

افراسیاب خټک وړاندې لیکي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنیت حالت ښه نه دی، د جنګ نغارې وهل، پر پوله د افغان او پاکستان ځواکونو ترمینځ نښتې او افغان کډوال په زور زیاتي خپل وطن ته ستنولو فضا ډیره خرابه کړیده. ددې ټولو کارونو ګټه به افغان طالبانو ته رسي.

د جون په دیرشمه نیټه په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو موده پای ته رسي او سره ددې چې دا د افغان کډوالو ته د ستنیدو لپاره سم وخت نه دی بیا هم حکومت تراوسه دا موده نه ده غځولې. دا هر څه په داسې مهال کيږي چې د هغه وسله والو پر ضد هیڅ ګامونه نه پورته کیږي چې د پاکستان له خاورې څخه په افغانستان کې بریدونه کوي.

افراسیاب خټک لیکي کډوال په پښتون میشتو سیمو کې هستوګن دي او اولس ورسره مرسته کوي خو پاکستاني چارواکو د خپلو بیلا بیلو منصوبو د عملي کولو لپاره د دوی حقونه تر پښو لاندې کړی دي. پاکستان خو نه د کډوالو په اړه د جینیوا کنونشن منلی دی او نه يې د نورلس سوه اووه شپیتم پروټوکول لاس لیک کړی دی. خو پاکستان کې خپله هم د کډوالو په اړه څه قانون نشته. هم دغه وجه ده چې کله د کډوالو په سر نړیوالې مرستې ترلاسه کوي او کله يې د افغان طالبانو د مرستې لپاره کاروي.

افراسیاب خټک په پاي کې لیکلي دي چې د افغان کډوالو بدنامول او په هغوي تورونه پوري کول به د پاکستان دننه د سیاسي فضا لپاره ښه نتیجې اونلري. بې شکه چې مونږ په دوو جلا جلا هیوادونو کې اوسو بیا هم مونږ د یو بل په درد درددیږو او یو بل له اوښکې تویوو.

XS
SM
MD
LG