د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې داعش وسله والو ۹۰۰ کسان تښتولي


په شام کې داعش وسله والې ډلې په تيرو دريو اونيو کې شاو خوا ۹۰۰ کسان تښتولي چې زياتره يې کردان دي.

د شام د بشري حقونو څار ډلې د جمعې په ورځ ويلي دي دا کسان د داعش تر کنټرول لاندې الباب ښار ګوټې ته نږدې کليو تښتول شوي.

په تښتول شویو کې ۳۵۰ د داعش لخوا اعلان شوي سرښار الرقه ته منتقل کړل شوي او ځينې بيا دې ډلې په خپلو جيلونو کې قيد کړي.

په دوی کې ۱۳ ولسي وګړي په دار ځړول شوي او پنځه بيا د تښتېدو پرمهال په ډزو وژل شوي دي.

کردي ځواکونه د ترکي له پولې سره نږدې د مېنبېج سيمې څخه د داعش وسله والو د ويستو لپاره جګړه کوي.

دغه سيمه له ستراتژيکې پلوه ځکه مهمه ده چې خوا کې ورسره د سامان د رسد هغه لار تېريږي چې د ترکي له پولې الرقه ښار ته ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG