د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا حکومت وايي يو شان تعليم لپاره نوې اداره جوړوي


د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير، محمد عاطف
د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير، محمد عاطف

د خيبر پښتونخوا حکومت وايي چې داسې يوه اداره جوړوي چې په ټوله صوبه کې د يو شان تعليم د عملي کولو لپاره کار وکړي. د چارواکو په خبره دوی له ډير وخت راهيسې په دې فکر کې دي چې څرنګه حکومتي او شخصي ښوونځيوو کې د تعليم معيار يو برابر وساتي.

د خيبر پښتونخوا د تعليم وزير محمد عاطف خان نن مشال ريډيو ته وويل چې دی کوشش کوي چې د شخصي او حکومتي سکولونو يا ښوونځيوو تعليمي نصاب يو کړي. نوموړي زياته کړه: ((د دې ادارې تر جوړولو وروسته به په شخصي او سرکاري سکولونو کې يوازې هغه کتابونه تدریسيږي چې حکومت يې منظوري ورکړي وي. دا به نه وي چې څوک دې یو کتاب ښئ او څوک دې بل.))

عاطف زياته کړه چې دوی دې لړ کې د شخصي سکولونو يا ښوونځيوو د بېلابېلو اتحاديانو او ټولنو سره ملاقاتونه کړي او کوشش کوي چې ډير زر يوې نتيجې ته ورسيږي.

په دې وروستيوو کې د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي وو چې دوی په بجټ کې د تعليم پراخولو ته ځانګړې پاملرنه کړي ده.

بلخوا د خيبر پښتونخوا د شخصي ښوونځيوو ټولنو او مالکانو د دې ګام هرکلی کړی خو وايي چې حکومت بايد خپلې وعدې په عمل کې وښئ.

د صوبې د لومړيوو ښوونځيوو يا پرايمري سکولونو اتحاديې مشر، ملک خالد نن مشال ریډيو ته وويل چې خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت له پيله دا خبرې کوي. هغه زياته کړه: ((دا ډير ښه کار دی. خو اوس موږ منتظر يو چې حکومت کله په خپلو بيانونو عمل کوي.))

XS
SM
MD
LG