د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما: د برتانیه ټولپوښتنه د امریکا پر اړيکو اغیز نه لري


د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي، په برتانیا کې وروستۍ ټولپوښتنه د دواړو هېوادونو پر "ځانګړو" اړیکو اغیز نه شي کولی.

په بریتانیه کې وروستۍ ټولپوښتنې له اروپايي اتحادیې د دې هېواد د وتلو پریکړه وکړه.

اوباما د جمعې په ورځ په کيلفورنیا کې خبریالانو ته څرګنده کړه چې د بریتانیې له وزيراعظم ډیویډ کامیرون او د جرمني له وزيراعظمې انګیلا میرکل سره یې ټلفوني خبرې کړې دي.

باراک اوباما وايي: " زموږ د خبرو پر اساس، ډاډ لرم چې برتانیه په منظم ډول له اروپايي اتحادیې وتلو ته ژمن ده. جرمني چې په اروپايې اتحاديه کې تر ټولو غټ اقتصاد لري له دې اتحادې يې د برتانيه د وتلو مخالفت کړی."

په بریتانیه کې د ټولپوښتنې لږ تر لږه ۵۲ فیصده ګډونکونکو له اروپايي اتحادیې د خپل هېواد د وتلو ملاتړ وکړ چې وروسته يې د برتانيه وزيراعظم ډيويډ کېمرون له خپلې څوکۍ استعفا اعلان کړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG