د لاسرسي ځای

افغان او پاکستاني ولسمشرانو د سرحدي ستونزو په اړه واضحه خبرې کړي


د افغانستان د جمهوري ریاست وياند هارون چخانسوري مشال راډيو ته وویل چې دواړو مشرانو دغه خبرې د جمعې پر ورځ د شانګهای همکارۍ سازمان غونډې په څنډه کې کړي.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت پرونۍ خبرپاڼه وايي د پاکستاني وزيراعظم د بهرنېو چارو سلاکار او د افغانستان د بهرنيو چارو وزير هم د يادې غونډې په څنګ کې پر دې خبره سلا شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو بحالۍ، امنيت او د خلکو او ګاډو له تګ راتګ سره د تړلو مسلو پر سر د همکارۍ لپاره به يو ګډ مکينيزم جوړوي.

د شانګهای سازمان غونډه په تاشکند کې جوړه شوې وه. د روانې میاشتې په دولسمه پاکستان پر تورخم د یوه نوي دروازې په جوړولو کار شورو کړ چې پرسر یې د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ نښتې وشوی او پکې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG