د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګرانډي: په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ترهګر نه دي


د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپ ګرانډي
د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپ ګرانډي

یو این ایچ سي آر ویلي دي چې د ستنیدونکو کډوالو سره به مرسته کوي او د سفر د خرڅ لپاره به هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالره هم ورکوي.

پراګ: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ – یو این ایچ سي آر – په یو رپوټ کې ویلي دي چې پاکستان غواړي چې په دغه هیواد کې میشت شپاړس لکه افغان کډوال خپلو کورونو ته ستانه کړي خو یو این ایچ سي آر د شپیته زره کډوالو ته ستنیدو لپاره پنګې بیلې کړیدي.

په راپور کې راغلي دي چې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مشر فیلپو ګرانډي د پاکستان سفر کړی دی او هلته يي د ستنیدونکو افغان کډوالو او اړوندو چارواکو سره لیدل کتل کړي دي.

یو این ایچ سي آر ویلي دي چې د ستنیدونکو کډوالو سره به مرسته کوي او د سفر د خرڅ لپاره به هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالره هم ورکوي.

دا وخت په پیښور او شاوخوا سیمو کې لس لکه افغان کډوال ژوند کوي خو د حکومت له خوا په دې خبره زور ورکول کیږي چې دوي دې افغانستان ته ستانه شي.

یو این ایچ سي آر د شپیته زره کډوالو د ستنیدو لپاره پنګې بیلې کړیدي. په روان کال کې شپږ زره کډوال د پولې نه تیر شوي دي او خپل وطن ته ستانه شوي دي.

دې کډوالو ویلي دي چې په پاکستان کې ځکه اوسیدل چې دلته يي کاروبارونه کول او ماشومانو يي زده کړې کولې. دوي په افغانستان کې د تشدد د پیښو په اړه هم فکرمند دي.

د یو این ایچ سي آر مشر فیلیپو ګرانډي ویلي دي پاکستان حکومت ته يي خواست کړیدی چې دغلته د اوسیدونکو کډوالو د مهاجرت د کارډ موده وغځوي چې پریکړه به يې د کابینې په غونډه کې کیږي.

نوموړي زیاته کړې ده چې له ستنیدونکو کډوالو سره به مالي مرسته لا ډیره کړي او د دوي د بیا ودانۍ لپاره يې له افغان چارواکو سره هم کتلي دي.

ګرانډي ویلي دي چې کله هم (په پاکستان کې ) څه پیښه وشي نو افغان کډوال نیول کیږي.

هغه زیاته کړیده چې کډوال ترهګر نه دي. او دغه خبره يې د پاکستان حکومتي چارواکو ته هم کړیده چې پر کډوالو د ترهګرۍ د بریدونو د تورونو له لګولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG