د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اروپايي اتحاديې د بريتانيې وتلو د کډوالو سرنوشت تر پوښتنې لاندې راوستی


په برتانیا کې د جون پر ۲۳مه نېټه تر سره شوې ټولپوښتنه کې د هېواد اکثریت وګړو له اروپايي اتحاديې د وتلو په حق کې رایې ورکړي دي. که څه هم د دې پريکړي پلويان دا کار د بريتانيې په ګټه ګڼي خو له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې وتلو د کډوالو پر سرنوشت يو شمېر پوښتنې راولاړې کړي دي.

په لندن کې د کډوالو د حقونو لپاره کارکوونکی مدني فعال بريالی بارکزی وايي، تعليم يافته کډوال يا هغه کسان چې بريتانيې ته د ليک لوست لپاره ورغلي، هغوی له دې پرېکړې خوښ نه دي ځکه پر دوی به د اروپا نورو هېوادونو ته بې له ويزې د سفر بنديزونه ولګيږي. خو د نوموړي په خبره، کاريګر کډوال خوشحاله دي چې بريتانيه له اروپايي ټولنې څخه ووځي ځکه دا ډول به له شرقي اروپا څخه ورغلي کسان خپلو هېوادونو ته ستانه شي او دوی ته به د کار و روزګار ښې موقعې په لاس ورسي.

((هغه کډوال چې کاروبار او خواري مزدوري کوي هغوی خوشاله دي ځکه له کله چې شرقي اروپايان بريتانيې ته راغلي دي، نو د دوی پر کاروبار يې اغېز کړی دی. دغه کسان په ارزانه بيعه کار کوي، د هغو افغان کډوالو په پرتله چې ۲۰ يا ۲۵ کاله مخکې دلته راغلي دي او خوارۍ مزدورۍ کوي. شرقي اروپا چې کله بريتانيې ته لاره پيدا کړه نو د دوی پر کاروبار يې منفي اغېز وکړی.))

په داسې حال کې چې اروپا ته د بېلا بېلو هېوادونو کډوال ور مات شوي نو له اروپا به د بريتانيې وتل د نوو کډوالو لپاره مشکلات جوړ کړي؟ بريالی بارکزی د دې لامل په راتلونکې کې د اروپا د بشري حقونو قوانينو ته د بريتانيې غاړه نه اېښودل يادوي.

((کډوالو به د ۱۹۵۱م کال د جېنېوا کنونشن لاندې پناه غوښتل او هم به يې د اروپايې اتحاديې د بشري حقونو تر قانون لاندې غوښتل. که چيرې بريتانيه په اروپايي ټولنه کې نه وي نو اروپايي کنونشن به هم نه وي او پر کډوالو به ساحه تنګه شي ځکه چې د ۱۹۵۱م کال جېنېوا کنونشن په پرتله د اروپايي کنونشن ساحه ډېره پراخه ده.))

په بريتانيه کې د ټولپوښتنې نتيجې راوتلو وروسته د دې هېواد وزيراعظم ډېوډ کېمرون د استعفا اعلان وکړی او ويې ويل چې د روان کال په اکتوبر مياشت کې به خپله دنده پرېږدي. د ټولپوښتنې پايلې که څه هم د جمعې په ورځ مخې ته راغلې خو له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد په بشپړه توګه وتل يوه اوږده پروسه ده چې ډېر وخت نيسي. په لندن کې د بريتانيې د لبرال ګوند يو غړی او د کډوالو د چارو کارکوونکی شکرالله لودين وايي، د اروپايي اتحاديې تګلارې به تر دوو کلونو پورې پر بريتانيې عملي کيږي.

((بريتانيه په بشپړه توګه [له اروپايي اتحاديې] نه ده وتلې. دوی به په اکتوبر کې نوی وزيراعظم انتخابوي. له هغه وروسته به دوی له اروپايي ټولنې سره خبرې اترې پرمخ وړي او د هغو خبرو اترو په نتيجه کې به دوی نوې تګلارې ټاکي، خو د اروپايي اتحاديې اوسنۍ تګلارې د دوو کلونو لپاره د بريتانيې په شمول د اروپايي اتحاديې پر ټولو ۲۸ غړو تطبيقيږي. نو په دوه کلونو کې دننه کډوالو ته کومې ستونزې نشته.))

دا چې د بريتانيې تر وتلو وروسته به په اروپايي اتحاديه کې د کډوالو څه سرنوشت وي؟ شکرالله لودين د اروپايي اتحاديې د مشرانو له خولې وايي، چې د دوی په تګلارو کې به څه ډول بدلون مخې ته نه راځي.

((د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ څرګندونې وکړې چې دوی چې کومې ژمنې کړي دي، هغه به پر ځای ساتي. د دوی په وينا بريتانيه که له اروپايي ټولنې ووتل نو د ازاد بازار پرته يې پر دوی د کډوالۍ په برخه کې کوم اغېز نه پرېوځي.))

په بريتانيه کې د ټولپوښتنې نتیجې ښيي چې شاوخوا ۵۲ فیصده خلکو له اروپايي اتحاديې څخه د وتلو او ۴۸ فیصده یې د پاتې کېدو په حق کې رایې ورکړې.

د برتانیا ازادۍ ګوند مشر نایجل فراج چې له ټولنې څخه د وتلو لپاره یې کېمپېن کاوه د جمعې په سهار وویل، ((نن سهار پر ازادې برتانیې لمر راوخوت.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG