د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې سوداګریز مرکزونه عصري او مدرنې بڼې ته اوړي


په خوست ښار کې هم هغه پخوانی او ساده دکانداري ورو، ورو خپل ځای د اوسني عصر پرمختللي، عصري، کمپیوټرایز او د کیفیت لرونکو توکو اساسي سوداګری ته پریږدي.

په ښار کې اوسمهال ځنې انتیک فروشی او د ډول، ډول توکو عصري او لويې مغازې جوړې شوي چې یو شمېر توکي يې خوستي سوداګر په اول لاس د سیمې د هېوادنو له لویو بازارونو څخه راوړي او پېرودونکو ته يې وړاندې کوي.

د دغو مغازو یوه هم د فیشن سنټر په نوم د عصري توکو نوې او لویه مغازه ده، چې نن د جمعې په ورځ يې پرانیسته وشوه.

په ترکیه کې د احمدخالد واحدزي په نوم خوستی محصل چې د یادې مغازې په پرانیسته کې حاضر وو، وویل چې د فیشن سنټر محیط او خدمتونه د ترکیې هېواد له پرمختللو سوداګریزو مارکېټونو سره توپیر نلري.

خالد واحدزی زیاتوي:((فیشن سنټر هغه مغازه ده چې ما کومې مغازې په ترکیه کې لیدلي دي خرید و فروش يې د هغو سره هېڅ توپیر نلري، که ښه وچلیږي افغانستان او خوست به د پرمختګ په لوري بوځي دا نوی سوداګریز کلتور دی او موږ پدې خوشاله یو چې په خوست کې هم یوه داسې مغازه لرو.))

د شاهدالله شاهد په نوم د خوست شیخ زاید پوهنتون یو تن محصل وايي چې پخوا خلک اړول چې د خوښیو په مراسمو کې د موډ توکو د رانیولو لپاره کابل ته ولاړ شي، خو د دې سوداګریز مارکېټ په جوړیدو سره يې اړتیاوې په همدې ځای کې رفع کیږي:

((په خوست کې دا ډول مغازي بیخي کمې وې، کله به چې واده او یا نورې خوښۍ وې نو خوستیان مجبور ول چې د لوکسو توکو د رانیولو لپاره کابل ته ولاړ شي، د ځوانانو د ذوق ډېر توکي په کې دي، بلخصوص د ماشومانو د استعمال او لوبو ډېر ښه سامانونه لري، هغه سامانونه چې نه پیدا کېدل هغه دلته پیدا کیږي.))

د خوست یو بل تن ځوان وايي چې دا ډول مغازې او سوداګریز مرکزونه له خلکو سره یو فکر پیدا کوي او متوجه کیږي چې د نورې نړۍ سره د سیالۍ لپاره باید موږ څومره ډېر کار وکړو.

د خوست یو بل تن ځوان مدني فعال لاهور عابد بیا وايي چې په عصري او لویو مغازو کې اکثره سوداګانې ذوقي وي ځکه پېردونکی په مغازه کې ګرځي او د خپلې خوښې او د خپل مالي توان په انداره توکي په کې رانیسي:

((یو دخو داده چې مدرنه مغازه ده، د بیلابیلو هېوادونو سامان الات په کې دي، دا د مجبوریت سودا نده، بلکې ذوقي سودا ده، کمپویټرایز سیسټم لري، هر څېز ځانګړی نرخ لري چې سټېکرې ورباندې لګیدلې دي، نو په اسانه کولای شي چې مراجعین د توکو انتخاب وکړي.))

د فېشن سنټر مسوول عارف وايي چې د یو داسې لوی او اساسي سوداګریز مرکز د جوړولو فکر يې له ځانه سره له بهره راوړی دی، دی وايي هر څوک باید د خپل هېواد او ښار د پرمختګ لپاره خپل امکانات په کار واچوي:

((د خدای فضل دی، بهر ملکونو ته ډېر ځم، هلته دا غټ غټ سوپر مارکېټونه ګورم، په بیکاره وختونو کې هلته زه دا د سوداګرۍ د سیستم سره ځان بلدوم ، خوست هم زموږ ولایت دی او موږ باید ترقي ورکړو.))

د خوست د ښاري اتحاديې مشر جمال تڼی وايي، تر اوسه د دوی په ښار کې له سوداګرو او دوکاندارانو سره دا نظر وو چې سودا یوازې د سړک پر غاړه او د ښار په مشخصو ځایونو کې کیږي، خو دا ډول لوی سوداګریز مارکېټونه دا مفکوره خوروي، چې د مارکېټ له منځ دوکانونو او پورته منزلونو څخه هم په عصري سوداګری کې ښه ګټه پورته کیدای شي.

XS
SM
MD
LG