د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برتانیا کې د ټول پوښتنې نتیجې : وزیراعظم ډیویډ کېمرون د استعفی اعلان وکړ


د بریتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون
د بریتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون

د بریتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون په خپل هیواد کې د جون پر ۲۳مه د تر سره شوې ټول پوښتنې د پایلو تر راتګ وروسته له خپلې څوکۍ د استعفی اعلان وکړ.

پراګ: د بریتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون په خپل هیواد کې د جون پر ۲۳مه د تر سره شوې ټول پوښتنې د پایلو تر راتګ وروسته له خپلې څوکۍ د استعفی اعلان وکړ.

د وزیراعظم ډیوډ کېمرون له خوا د استعفی اعلان له خوا وروسته مخې ته راغلی چې د بریتانیا د انتخاباتو کمېشن په رسمي توګه وویل چې د هیواد لویه برخه ولس په تر سره شوې ټول پوښتنه کې په اروپايي ټولنه کې د نه پاتې کېدو پرېکړه کړې ده.

برتانوي وزیراعظم وویل ، له خپلې دندې یې د نوي مشرتابه د ګټې لپاره لاس اخیستی دی.

ډیوډ کېمرون د جمعې په ورځ وویل ، برتانويو وګړیو له اروپايي ټولنې دوتللو په حق کې رایه ورکړې ده نو پکار ده چې د هغوی د پرېکړې درناوی وشي.

نوموړي وویل د هېواد د مشر څوکۍ سنبالول او بریتانیانوي منزل ته وړل ورته نور مناسب نه ښکاري.

د ډیوډ کېمرون په وینا ، دی هیله لري چې نوی وزیراعظم به د روان کال په اکتوبر میاشت کې خپل کار سنبال کړي.

ډیوډ کېمرون تر ټولپوښتنه وړاندې د دې لپاره کمپاینونه پرمخ وړل چې برتانیا په اروپايي ټولنه کې دننه وساتي.

د دې ټولپوښتنې پایلو په ډاګه کړې چې ۵۲ فیصده خلکو له اروپايي ټولنې د وتلو او ۴۸ فیصده خلکو پکې د پاتې کېدو په حق کې رایه ورکړې ده.

د برتانیا د انتخباتو کمېسون وايي چې دا تر یو میلیون زیاتو رایو فرق دی.

په برتانیا کې د دې ټولپوښتنې د پایلو له اعلانېدو سره سم د یاد هیواد پېسې – برتانوی پاونډ – او د اروپايي ټولنې په یو شمېر هیوادونو کې کارول کېدونکې پېسې – یورو – قېمتونه راپرېوتل او د نړۍ په سټاک مارکېټونو کې مندي ولېدل شوه.

په عین حال کې د اروپايي کونسل مشر ډونلډ توسک وویل چې د بریکیسټ نومي دغه ټولپوښتنې پس هم اروپايي ټولنه خپل اتحاد برقرار ساتلو او له ټولنې د نورو هېوادونو د وتلو مخنیويته ژمنه ده.

ډونلډ توسکوویل ، د اروپايي اتحادیې مشران به راتلونکې اوونۍ له بریتانیا پرته یوه سرمشریزه کوي او د اتحادیې د راتلونکي په اړه به خبرې وکړي.

د بریتانیا د انډپینډنس پارټۍ مشر نایجېل فېراژهغه سیاستوال دی چې له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره یې کېمپېنونه کول او له ډیوډ کېمرون څخه یې د استعفی غوښتنه کوله.

نوموړي د ټولپوښتنې د پایلو په اړه وویل ، دا د خپلواکې بریتانیا پیل دی.

بل پلو د ډیوډ کېمرون یو اتحادي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بریتانیا په یوه نامعلومه سیمه بدله شوه.

د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هېمنډ وویل دا هېواد اوس تسلسل او استحکام ته ضرورت لري.

د فلیپ هېمنډ په وینا ، له دې سره د سکاټ لېنډ د راتلونکي په اړه هم پوښتنه راپېدا کېږي چې ایا له بریتانیا خپلواکي واخلي که او څنګه.

د سکاټ لېنډ او شمالي اییرلېنډ زیاتو خلکو په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې رایې ورکړې دي خو د ویلز ولس بیا زیاتې رایه د دې لپاره کارولې دي چې بریتانیا دې له اروپايي ټولنې ووځي.

د جرمني د بهرنیووزیر فرینک والټر شټاین مایر پّ بریتانیا کې د تر سره شوې ټولپوښتنې د پایلو په اړه وویل ، دا د بریتانیا او اروپا لپاره د خواشینۍ ورځ ده.

د امریکا سپینې ماڼۍ د جمعې په سهار وویل ، ولسمشر باراک اوبا په دې پایلو خبر دی او تمه لري چې له برتانوي وزیراعظم ډیوډ کېمرون سره خبرې وکړي.

په اروپايي ټولنه کې د تر ټولو لوی ګوند د یورپين پیپلز پارټۍ د پارلیمان یو غړي مېنفریډ ویبر وویل د بریتانیا دا پرېکړه به دواړو خواو ته زیان ورسوي.

د سیاسي او نړیوالو اړیکو کارپوهان وايي ، له دې وروسته د بریتانیا پر سیاستوالو زیات فشار دی چې په رسمي ډول له اروپايي ټولنې د وتلو لپاره د مزاکراتو پروسه پیل کړي کوم چې به دوه کاله وخت واخلي.

(دا د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې د خپاره کړي رپوټ ژباړه ده)

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG