د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاونې درې کسان وژلي او ۲۵ يې تپي کړي دي


په کوټه کې د یو پخوانۍ چاودنې د ځای عکس
په کوټه کې د یو پخوانۍ چاودنې د ځای عکس

د بلوچستان د مرکز کوټې د پوليس چارواکي وايي ، دا چاودنه د جمعې په ورځ غرمه مهال پر عالمو چوک له يوه دکان سره نږدې شوې ده.

د بلوچستان د مرکز کوټې د پوليس چارواکيوايي ، دا چاودنه د جمعې په ورځ غرمه مهال پر عالمو چوک له يوه دکان سره نږدې شوې ده.

د بمونو ناکاره کولو ادارې - بم ډسپوزل سکواډ – چارواکو مشال راډیو ته وویل چې چاودونکي توکي په يو موټرساييکل کې اېښودل شوي وو.

ځايي چارواکي وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپي شوي ټول ولسي وګړي دي.

دا تر اوسه نده مالومه چې په بازار کې د شوې دې چاودنې هدف څوک وو او نه يې هم چا زمه واري منلې ده.

بلخوا د هزار ډېموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره ورور عبدالعلي هزاره چې د زيارت په ورځ تښتول شوی وو کور ته رسېدلی دی.

نوموړی نامالومه کسانو له ريګل پلازې وړی وو خو د تښتولو او بيا د خوشي کېدو علت يې لا هم نه دی مالوم.

XS
SM
MD
LG