د لاسرسي ځای

جرمن چارواکي وايي، هغه مخپټی وسله وال یې وژلی دی چې تېر مازیګر یې د هېواد په غرب کې په یوه سینما کې خلک یرغمل کړي ول.

چارواکي وايي، پولیس له فرانکفورټ سره نېږدې د فیرنهایم وړوکي ښار د سینماګانو ودانۍ ته ورننوتل او دا کس یې وواژه.

پولیس وايي، په پېښه کې هېڅ کس نه دی ژوبل شوی خو رپورټونه وايي، پولیسو ودانۍ ته اوښکې بهوونکی ګیس ورخوشې کړ چې له کبله یې ځېنې خلک اغېزمن شول.

د هېسې ایالت د کورنیو چارو وزیر پیټر بیوت وايي، بریدګر ټوپک په لاس او یوازې وو.

د برید ګر پېژندګلوۍ او ارادې په اړه څه نه دي ویل شوي او پولیسو وویل، داسې هېڅ معلومات نه لري چې د دې کس د وسله والې سابقې ښکارندويي وکړي.

XS
SM
MD
LG