د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کولمبیا حکومت د فارک له وسله والو سره اوربند وکړ


د کولمبیا حکومت او کیڼلاسې ګوریلا ډلې فارک د اوربند قاطع موافقه لاسلیک کړې.

له دې سره دواړه خواوې د شاوخوا نیمې پېړۍ شخړې پای ته رسولو ته نېږدې شوې دي.

تېر مازیګر د کیوبا په پلازمېنه هوانا کې د اوربند تر توافق لاسلیکولو وروسته کولمبیايي ولسمشر خوان مانول سانتوس او د فارک مشر رودرېګو لوندونو چې د تېموچېنکو په نوم پېژندل کېږي، یو بل ته لاسونه ورکړل.

سانتوس وویل، دا یې ((د هېواد لپاره تاریخي ورځ ده.)) ده وویل، ((له فارک سره یې وسله والې شخړې ته د پای ټکی کښېښود.)) اوربند به د سولې پراخ تړون تر لاسلیکولو وروسته عملي کېږي.

تمه ده چې دا تړون په څو اوونیو کې وشي. د کولمبیا دا شخړه په ۱۹۶۰ز لسیزې کې د ځمکې یا جایداد حقونو لپاره په کلیو کې تر پاڅون وروسته پیل شوه چې پکې تر اوسه لږ تر لږه دوه لاکه ۲۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا اووه میلیونه بې کوره کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG