د لاسرسي ځای

په برتانیا کې د ټول پوښتنې نتیجې : وزیراعظم ډیویډ کېمرون د استعفی اعلان وکړ


د برتانیا وزیراعظم ډیویډ کېمرون

د برتانیا وزیراعظم ډیویډ کېمرون

دا له هغه وروسته ده چې په برتانیا کې د جون پر ۲۳مه نېټه د تر سره شوې ټولپوښتنې نتیجې ښيي چې د هېواد اکثریت وګړو د ۲۸ غړو هېوادونو له اروپايي ټولنې د وتلو په حق کې رایې ورکړې دي.

پراګ: د برتانیا وزیراعظم ډیویډ کېمرون په خپل هیواد کې د پرونۍ ټولپوښتنې له نتیجو وروسته له خپلې دندې د استعفی اعلان کړی دی دی.

دا له هغه وروسته ده چې په برتانیا کې د جون پر ۲۳مه نېټه د تر سره شوې ټولپوښتنې نتیجې ښيي چې د هېواد اکثریت وګړو د ۲۸ غړو هېوادونو له اروپايي ټولنې د وتلو په حق کې رایې ورکړې دي.

نتیجې ښيي چې شاوخوا ۵۲ فیصده خلکو له ټولنې څخه د وتلو او ۴۸ فیصده یې د نړۍ په تر ټولو لویې اقتصادي ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې رایې ورکړې دي.

د برتانیا ازادۍ ګوند مشر نایجل فراج چې له ټولنې څخه د وتلو لپاره یې کیمپېن کاوه نن سهار وویل، ((نن سهار لمر پر ازادې برتانیې راوخوت.))

ده د وزیراعظم ډېوېډ کیمرون د استعفا غوښتنه وکړه. تر دې وروسته د جمعې په سهار کېمرون د استعفی په بیان کې وویل ، ولس دې د روان کال تر اکتوبره خپل نوی وزیراعظم وټاکي.

نوموړي وویل ، برتانیوي ولس د مختلفې لار خپلولو په اړه ډېره سپینه پرېکړه کړې. همدې ته په کتو، زه فکر کوم، هېواد نوي مشرتابه ته اړتیا لري چې [د ولس ټاکلي] سمت ته یې بوځي.

ده زیاته کړه ، د وزیراعظم په توګه چې زه هر څه کولای شم، په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې به یې وکړم چې د هېواد کښتۍ پر مخ یوسم. خو زه فکر کوم چې دا زما لپاره مناسبه نه ده چې نور د دې کښتۍ کپتان یا چلوونکی پاتې شم.

کیمرون له رایې ورکوونکو څخه غوښتي ول چې په ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې رایې ورکړي.

د برتانیا بهرنیو چارو وزیر فېلېپ هامنډ نن وویل، نتیجو بیا هغه پوښتنې پیدا کړې چې ایا سکاټلینډ هم له برتانیا څخه د ازادۍ لټه وکړي او که څنګه؟

سکاټلینډ او شمالي ایرلینډ په غوڅ اکثریت په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو په حق کې رایې ورکړې.

شاوخوا ۷۲ فیصده خلکو په پرونۍ ټولپوښتنه کې رایې کارولې دي.

XS
SM
MD
LG