د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې د موادو د یو لوی ګدام د جوړولو کار پیل شو


د پنجشنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د خواوشا ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتنې او ذخیرې لپاره د یو لوی ګدام د جوړولو کار پیل شو.

یاد ګدام چې د کرنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه د یو کال په موده کې جوړیږي، په یو وخت به د پنځه زره ټنه خوراکي توکو د ذخیره کولو ظرفیت ولري.

د پکتیکا نوي والي محمدالیاس وحدت په مرکز ښرنه کې د نوي ذخیروي ګدام د کار د پیل په ځای کې مشال راډيو ته وویل، چې یاد ګدام د ۱۱۳ متره په اوږدوالي او ۲۴ متره سوره د یو کال په موده کې جوړیږي.

نوموړی د ګدام د اړتیا په اړه وايي، چې پخوا به د پکتیکا د سهمیې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې همدارنګه تخمونه او کیمیاوي سرې خوندې نه وې او لدې کبله يې به يې یوه برخه زیانمنیده.

پکتیکا والي زیاته کړه، چې ددې ګدام له جوړولو وروسته به د کرنې ریاست سربیره، د طبعي پېښو پر ضد ادارې او د مهاجرینو ریاست مواد هم په همدې ګدام کې په خوندي توګه ساتل کیږي.

پکتیکا والي وړاندې وايي:

((دا ګدام د موادو د ساتلو لپاره دی، یوازې د کرنې ریاست لپاره نه بلکې د ټول ولایت لپاره مهم دی، اهمیت يې پدې کې دی کوم وخت چې مواد راځي د څه وخت لپاره د ساتلو يې ضرورت وي، نو ډېر کله د ادارو سره يې د ساتلو امکانات نه وي او خرابیږي، نو کله چې دا ګدام جوړ شي موږ ته به دا زمینه برابره کړي، هغه مواد که د زراعت دي، که د حوادثو ضد ادارې دي او که د مهاجرینو ریاست پورې اړه ولري، دلته به په کې په فني توګه ساتل کیږي، دا لوی ګدام دی، د کرنې وزارت له پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي، کارونه به يې په یو کال کې بشپړ شي، خواوشاه ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.))

پکتیکا نوي والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبرو کې د یاد ولایت یو شمېر نورې اړتیاوې هم په ډاګه کړې او د اړوندو وزارتخانو او ادارو څخه يې پکتیکا ته د ځانګړې پاملرنې هیله وکړه.

محمدالیاس وحدت زیاته کړه:

((موږ په هره برخه کې ضرورتونه لرو، زموږ حکومتي ادارې تعمیرونه نلري، زموږ ښوونځي ودانۍ نلري، موږ بندونو ته ضرورت لرو، سربندونو ته ضرورت لرو، پکتیکا پراخې دښتې لري، یوازې د اوبو مهار کول يې پکار دي، د اوبو سرچینې شته، خو د مهار کولو لپاره يې زموږ سره امکانات نشته، په اړوندو لوړو ادارو زموږ غږ دادی چې د پکتیکا پراخې دښتې موږ ته زرغونې دښتې وګرځوي.))

په همدې حال کې د پکتيکا د کرنې او مالدارې رييس صحبت خان خروټی وايي، پخوا يې زراعتي توکو او خوراکي توکو د ساتنې لپاره هيڅ ګدام او خوندي ځاى نه لرلو، چې له امله به ډيرې مرستې له ويشلو وړاندې خرابيدې.

نوموړی زیاتوي، تر دې وروسته به د ډیریو ادارو خوراکي او غیر خوراکي توکي په همدې ګدام کې خوندي ساتل کیږي:

((دا پخپله د وزارت زراعت یوه پروسه ده چې په ټولو هغه ولایتونو کې چې هغوی سیلوګانې يې نه درلودلې، هغوی ته يې ذخیروي ګدامونه جوړ کړل چې هر یو يې پنځه ټنه حجم لري، یو د قحطی په وخت کې په کې غله ساتو بل د وزارت زراعت لخوا اصلاح شوي تخمونه په خپل وخت نه رارسیږي، دلته به يې ساتو د حوادثو د پښیدو په صورت کې به يې مالونه همدلته ساتل کیږي، دا د ټولې پکتیکا د ۲۳ ولایتونو په سطحه یو ګدام دی، ۱۱۳ متره اوږدوالی لري، ۲۴ متره سور لري.))

د چارشنبې په ورځمحمد الياس وحدت د پکتيکا د نوي والي په توګه دنده پيل کړې ده.

محمدالیاس وحدت د خوست ولایت اوسیدونکی دی، چې لدې مخکې يې د بي بي سي راډیو سره له خوسته د سیمه ییز خبریال او په یاد ولایت کې د مدني فعال په توګه دنده اجراء کوله.

هغه وايي، د مرکزي حکومت او مرستندويه ادارو پام به پکتيکا ته ور واړوي، د بیارغونې، شفافې او ښې حکومتوالۍ د رامنځته کولو لپاره خپل ټول توان په کار واچوي.

XS
SM
MD
LG