د لاسرسي ځای

پراګ - په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د ترهګرۍ ضد جګړې له پېلېدو سره سم پاکستان په عامه، خو خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمې په خاصه توګه، د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړې مرکزونه جوړ شول.

پر دې مهال لاکونو کسان د پوځي عملياتو او يا د وسله والو طالبانو د زور زياتي له وجې پخپله خوښه او په ځېنو موقعو په زوره له کورونو وشړل شول.

د دوی لپاره د خيبر پښتونخوا په ښارونو کې کيمپونه جوړ کړل شول خو ډېری له خپلوانو سره اېسار شول يا يې کورونه په کرايه واخیستل.

دپوځي عملياتو له وجې له شمالي وزيرستانه تر يو مليون زيات کسان بې کوره کړل شو.

دپوځي عملياتو له وجې له شمالي وزيرستانه تر يو مليون زيات کسان بې کوره کړل شو.

که څه هم حکومت مختلف قبايلي سيمو ته خلک ستانه کړي او ځينو سيمو ته لا هم دا لړی دوام لري خو يو شمېر کورنۍ بيا پخپله خوښه ستنېدو ته زړه نه ښه کوي.

د کورمې ملک عطاءالله ددې وجه دا يادوي چې تر کډه کېدو وروسته ځېنو خلکو د ښارونو له سهولتونو خوند واخیست نو ځکه نه غواړي بېرته لاړشي.

دی زياتوي، له کورمي او نورو قبايلي سيمو څخه ښارونو ته کډه شویو خلکو خپل کاروبار پیل کړ او اوس يې د کلي په مقابله ژوند ډېر ښه دی.

د ده په وينا، ((هلته په کلي روزګار نشته، امنيت نه وو ، غيبتونه وو خو دلته کار روزګار شته، امن دی او د ژوند نور سهولتونه شته نو ځکه ځېنې خلک وايي چې دوی نور نه ستنېږي.))

هلته په کلي روزګار نشته، امنيت نه وو ، غيبتونه وو خو دلته کار روزګار شته، امن دی او د ژوند نور سهولتونه شته نو ځکه ځېنې خلک وايي چې دوی نور نه ستنېږي . ملک عطاوالله

۶۰ کلن نېک دراز خان د شمالي وزيرستان د انغر اوسېدونکی دی. د پوځي عملياتو وروسته د حکومت په امر له کورنۍ سره کلي پرېښېدو ته اړ شو.

دی دا مهال د کورنۍ له اووه غړو سره د خيبر پښتونخوا په اېبټ اباد ښار کې ژوند کوي.

څه موده وړاندې کلي ته ستون شو خو چې کور ته ننوت او د کلي د وضعيت جاج يې واخیست نو په دا بله ورځ يې فيصله وکړه چې نور دا کلی د اوسېدو نه دی او بېرته اېبټ اباد ته ولاړ.

د پوځي عملياتو پر مهال د وزيرستان د کورونو بامونه ړنګ کړل شول.

د پوځي عملياتو پر مهال د وزيرستان د کورونو بامونه ړنګ کړل شول.

نېک دراز خان مشال راډیو ته وويل، کلي ته چې ستون شو نو هلته نه بجلۍ وه ، نه سکول او نه هم هسپتال بلکې هر څه وران ول، ځای پر ځای پوځي پوستې وې او له شپې به ګرځبنديز وو.

د ده په وينا د وطن کارډ تر لاسه کولو وروسته يې کلي ته خدای په اماني وويله او اېبټ ته ستون شو.

کله چې نېک دراز له مشال راډیو سره خبرې کولې نو دا وخت په ډايوو بس کې سپور د پېښور پر لوري روان وو.

ده زياته کړه ((دا دی په ډايوو کې سپور يم، اېيرکنډيشنر لګېدلی دی خو داسې بسونه او سهولتونه په وزيرستان کې نشته، اوس خو حالت دا دی چې د شپې وخت ګرځبنديز وي او که مرې هم له وزيرستانه نشې راوتلای.))

د ده په وينا، لمسي يې د ایبټ اباد په ښه سکولونو کې زدکړي کوي او خلک باسواده دي او له دوی سره ښه چلند کوي.

ورته کيسه د جنوبي وزيرستان د بروند شهور اوسېدونکي ۲۷ کلن جلال مسود هم ده.

دوی په ۲۰۰۷ کال کې د پوځي عملياتو پر مهال ډېره اسماعيل خان ته کډه شوي وو.

کلي ته چې ستون شوم نو هلته نه بجلۍ وه ، سکول او نه هم هسپتال وو بلکې هر څه وران ول، ځای پر ځای پوځي پوستې وې او له شپې به ګرځبنديز وو. نيک دراز خان

تر عملياتو وروسته د بې کوره کړل شویو کسانو د ستنېدو عمل پيل شو نو دوی هم کلي ته ولاړل خو تر څو ورځو تېرولو وروسته يې دېره اسماعيل خان د ستنېدو پرېکړه وکړه او دلته يې د همېش لپاره د اوسېدو هوډ کړی.

جلال مسود مشال راډېو ته وويل چې کله په وزيرستان کې ول نو هغه وخت به يې پلار کار کاوه خو چې ډېره اسماعيل ته کډه شوي پلار يې پر کور ناست دی او دوی درې واړه وروڼه مزدوري کوي او کور ساتي.

د ده په وينا، ماشومان يې ښوونځيو ته ځي او د روغتيا اسانياوي لري.

که څه هم دغو يو شمېر کورنيو د تل لپاره خپل پلرنۍ ټاټوبی پریښی خو نېږدې خپلوان يې اوس هم هلته ژوند کوي. په دوی کې ځېنې وايي چې د ګرميو يا اوړي په رخصتیانو (چوټیانو) کې له خپلو ماشومانو سره کلي کور ته ځي او د څه وخت تر تېرېدو وروسته د ښار کور ته ستنېږي.

XS
SM
MD
LG