د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني ازبکستان ته ولاړ


د افغانستان ولسمشرمحمد اشرف غني د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره نن (پنجشنبه) د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته ولاړ.

دا غونډه چې افغانستان یې یوه مهمه اجنډا ده د دوو ورځو لپاره په تاشکند کې دوام کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه پال مشال راډیو ته وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني په دې غونډه کې پر امنیتي وضعیت، د ګواښونو په مخنیوي او سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو خبرې کوي.

تمه ده د شانګهای سازمان په دې دورغونډه کې هند او پاکستان دایمي غړیتوب تر لاسه کړي په داسې حال کې چې افغانستان، منګولیا او ایران لا هم د یاد سازمان څارونکي غړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG