د لاسرسي ځای

تازه خبر

'که برتانیا له اروپايي ټولنې ووځي راګرځېدل نه لري'


د اروپایي ټولنې مشرانو د بریتانیا له خلکو وغوښتل چې له اروپایي ټولنې د وتلو تر پرېکړې مخکې، ښه فکر وکړي.

په بریتانیا کې نن ټولپوښتنه کېږي چې دغه هېواد په اروپایي ټولنې کې پاتې شي که ترې ووځي.

د دې ټولپوښتنې په درشل کې د اروپایي کمېسیون مشر جین کلاود یونکر وویل چې نظر پوښتنه به ختمي وي که ووتل وتلي به وي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند خبرداری ورکړ چې دا وتل راګرځېدل نه لري.

اولاند زیاته کړه چې له دې سره به د بریتانیا د اروپایي ټولنې ګډ بازار ته رسېدل له جدي خطرو سره مخامخ شي.

د ایتالیا د وزیراعظم ماتیو رینزي ویلي له اروپايي ټولنې د بریتانیې وتل یوه غلطي ده چې قیمت به يي د دې ریفرنډم برخه وال پخپله ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ هم خبرداري ورکړ او ویې ویل چې پاشلې اروپا به بې قراري او بي یقیني لا ډېره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG