د لاسرسي ځای

'پاکستان دې افغان کډوال اوس نه ستنوي'


د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرېنډي ويلي دي چې د افغان کډوالو لپاره د پاکستان کوششونه ستایي او اداره به یې د کډوالو ستنېدولپاره سازګاره حالات پيدا کوي او د مسلې هوارولو کوشش به کوي.

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د يو اېن اېچ سي آر په يوه غونډه کې ښاغلي ګرانډي وویل، چې له تېرو درو لسيزو راهیسې پاکستان د افغان کډوالو کوربه توب کړی خو اوس هم په افغانستان کې د دوی لپاره ډېر چېلنجونه شته او د استولو لپاره یې دا مناسب وخت نه دی.

هغه وويل، چې د افغانستان معاملې په لړ کې دې پاکستان په اکتوبرمیاشت په برسلز کې د کډوالو په اړه کېدونکې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

"د کډولو لپاره په افغانستان کې دوه چېلنجونه دي، يو د عدم تحفظ او دويم د ترقۍ مواقعې، زه واضحه کول غواړم چې کډوال د عدم تحفظ وجه نه بلکې نتيجه ده"

د افغان کډوالو په پاکستان کې د مودې غځولو په اړه د يو اېن اېچ سي آر وياندې دنيا اسلم خان مشال راډيو ته وويل چې له سيفران وزارت او پاکستاني حکومت سره یې د کډوالو موده غځولو په اړه خبرې روانې دي او اميد لري چې د جون تر دېرشمې نېټې وړاندي یو څه فيصله وکړل شي.

"د يو اېن اېچ سي ار خواهش دی، څومره زر چې د پاکستان حکومت خپله نوې کړنلاره اعلان کړي نو هغومره به د افغانانو او پاکستان لپاره ګټه ور وي. تر اوسه داسې اطلاع نشته چې پاکستان به کله خپله نوې کړنلاره اعلانوي. خو اميد کوو چې تر ۳۰م جون مخکې به پاکستان اعلان وکړي. د پاکستان حکومت غواړي چې د افغانستان کډوال دې په خپله خوښه په خپله رضا ولاړ شي.خو پاکستان پر دې هم پوهېږي چې پنځلس لاکه کډوال په يو وخت په يو مياشت کې نه شي تللی. خو پکار ده چې حقایق په پام کې ونیسي، له هغه پس چې پاکستانحکومت هر څه وکړي،يو اين ايچ سي آر به پرې خپل غبرګون وښيي."

بل خوا پاکستان حکومت وايي چېپه افغانستان کې په سیاسي حالاتو کې ښه والی راغلی دی، اوس پکار ده دا کډوال نه صرف خپل ملک ته ستانه شي بلکې د افغانستان په ترقۍ او بیا ودانۍ کېدې برخه هم واخلي.

یاده دې وي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره های کمیشنر فلېپو ګرانډي د ايران او افغانستان له دورې کولو وروسته په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG