د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوداګر وايي، د خېبر پښتونخوا حکومت نوی ټېکس نه مني


د خېبر پښتونخوا تاجرانو او صنعتکارانو د نهې ورځ په خپله یوه غونډه کې فیصله کړې چې پر دوی د لګول شویو نویو ټېکسونو لګولو ضد احتجاجي تحریک چلوي.

د خېبر پښتونخوا کارخانو ته د خام مالونو په وړلو د یو فیصد په حساب د بنیادي ډانچې رغولو په نامه د دغه ټېکس له مخې به د صوبې سړکونه رغول کېږي چې د نوي بجټ برخه هم ګرځول شوی دی.

د پښتونخوا سوداګرۍ او صنعتي خونې (چیمبر اف کامرس اینډ انډسټریز) مشر ذولفقار علي خان تېر مازیګر مشال راډیو ته وویل چی دوی له وړاندې دا ټېکس سند صوبې ته ورکوي((د انفراسټرکچر ډیویلپمنټ ټېکس په نوم دا یو ظالمانه ټېکس دی او په هېڅ صورت یې هم نه منو، صنعتکاران چې د بهر هېوادونو څخه خام مال درآمدوی نو دا د هغوی لپاره یو نامناسبه جزیه ده او دا ځکه چې د سیند حکومت موږ له وړاندې دا ټېکس ورکوو، موږ به د دې پرضد په سړکونو احتجاج هم کوو او عدالت ته به هم ځو، یا به موږ د سیند سړکونه جوړوو او یا به د پښتونخوا صوبې سړکونه جوړوو))

د تاجرانو او صنعتکارانو خوني مشر ‌ذولفقار علي زیاته کړه چې د خېبر پښتونخوا صوبې په سلګونو سرمایه کار د امنیتي صورتحال په وجه نورو صوبو ته کډه شوي دې او دې ټېکس سره به نور خلک هم ددې صوبې نه حجرت اوکړي((په نوم باندی خو دا ټېکس یو فيصد دې خو ددې صوبې کارخانو ته د کال په حساب د اربونو روپو خام مال راځي نو په دغه حساب دا ټېکس په کروړونو کی پرېوځي، که داسي معاشي سختیاني دې صوبه کي عملي کړل شي نو خلک به خپل سرمایه دې صوبې نه اوباسي او نورو صوبو ته به منتقل شي، زه اول په سیند صوبه کي ټېکس ورکوم ځکه سمندر هغلته دې او بیا به رانه خپله صوبه هم مالیه اخلي نو دا خو یو رنګ سرکاري قلنګ شو، نو زموږ سره ددې د حل لاره دا ده چي سیند ته خپلې دفترې او کارخانې منتقل کړو))

خو د پښتونخوا د خزانې صوبايي وزیر مظفر سېد دی تاجرانو او صنعتکارانو ددې اندېښنو په لړ کی مشال راډیو ته ووېل چې د سړکونو جوړولو لپاره دا ټېکس ضروري دې ځکه د پښتونخوا په سړکونو د خام مال وړو لپاره د خام مال نه ډکې لارۍ زموږ سړکونه خرابوي- خو مظفر سېد ووېل دوي به ددې ټېکس په لړ کي د پښتونخوا سوداګر په اعتماد کي اخلي.

XS
SM
MD
LG