د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: هند په افغانستان کې ۲۴ نه ۴ کونسلګرۍ لري


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچرډ اولسن
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ریچرډ اولسن

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د هند د شتون او نفوذ په اړه د پاکستان اندېښنه رد کړه.

ریچرډ اولسن دا خبره پرون (سېشنبه) د امریکا اتلانتیک کونسل په نوم په تحقیقاتي انستیتیوت کې وکړه.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي په افغانستان کې د هند رول په اړه د پاکستان اندېښنه له مبالغې ډکه وبلله او خبرداری یې ورکړ که پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې په شان ترهګرو ډلو پرضد اقدام و نه کړي نو ښه راتلونکې به و نه لري.

ریچارد اولسن وویل:

«هند د افغانستان یو ملاتړی متحد دی. دې هیواد افغانستان ته د مالي مرستو ترڅنګ مهمې پوځي مرستې ورکړي دي.»

ده په افغانستان کې د هند نفوذ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

«زه ځینې وخت احساسوم چې په افغانستان کې به د هند نفوذ د اندازې په اړه په پاکستان کې مبالغه کېږي.»

اولسن د بېلګې په توګه په امریکا کې د پاکستان د سفیر څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویلي و په افغانستان کې هند ۲۴ کونسلګرۍ لري.

اولسن وویل، حقیقت دا دی چې هند په افغانستان کې یوازې څلور کونسلګرۍ لري.

په افغانستان کې د هند کونسلګرۍ په جلال اباد، هرات، کندهار او مزارشریف کې دي. په دغو ښارونو کې پاکستان هم کونسلګرۍ لري.

په هرات او جلال اباد کې د هند پر کونسلګریو او دغه راز په کابل کې د هند پر سفارت تر اوسه پوري څو ځلې حملې شوي. افغان او هندی چارواکو په دغو حملو کې لشکر طیبه سختدریځه ډله په لاس لرلو تورنه کړې چې په هندي کشمیر کې زیات فعالیت کوي او ادعا کېږي چې د پاکستانیو استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده.

ښاغلي اولسن دې ته په اشارې چې پاکستان خپلې اندېښنې لري، وویل، د امریکا متحد ایالتونه باور لری چې «پاکستان به تر هغو پرامنه نه وي چې د تروریستي تنظیمونو پر ضد یې اقدام نه وي کړی.»

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي د خپلو خبرو په دوام کې د خپلو خبرو وضاحت وکړ، ویې ویل:«پاکستان به تر هغو ښه راتلونکې ونه لري چې د طالبانو پر ضد یې اقدام نه وي کړی.»

امریکايی چارواکو تر دې پخوا هم په څوځلي له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې وسله وال طالبان په تېره بیا د حقاني شبکه وځپي خو پاکستان وايي چې د افغانستان لپاره په خپله خاوره کې له چا سره جنګ نه شي کولی.

د پاکستان بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیزد یکشنبې په ورځ د پاکستان دولتي تلویزیون ته وویل، د امریکا متحد ایالتونه له پاکستانه غواړي چې د افغان طالبانو پر ضد اقدام وکړي خو پاکستان په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه نه شي کولی.

سرتاج عزیز په عین حال کې وویل، امریکايي چارواکي دا ناسم تصور لري چې پاکستان د ځینو طالبانو یا حقاني شبکې ملاتړ کوي حال دا چې پاکستان د طالبانو ټول تاسیسات د ضرب عضب په عملیاتو کې له منځه وړي دي.

راپور: عصمت څاروان، ازادۍ راډيو

XS
SM
MD
LG