د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًد خېبر پښتونخوا زرګونه سکولونه بنیادي سهولتونه نه لريً


تعلیمي کارپوهان وایي د خیبر پښتونخوا په زرګونو سکولونو کې بنیادي سهولتونه نشته، چې د دغې له وجې په ډېرو سیمو کې ماشومان سکولونو ته تګ پرېږدي،بخوا صوبایي حکومت دعوا کوي په لومړي ځل یي په بجټ کې دومره زیاته برخه تعلیمي پرمختګ ته مختص کړې ده.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې ترمخه د دغه صوبې په زرګونو پرایمري او هایي سکولونو کې بنیادی سهولتونه نشته. چې پکې څه نا څو اونیمو زرو سکولونو کې د څکلو پاکې اوبه نشته، په څا باندې ۱۰،۰۰۰ سکولونو کې بجلي نشته، د پنځه زره سکولونه چاردېواري او څا باندې څلورو زره بیا غسل خانې نه لري.

د سوات د مټې د جینکو د سکول یوه پرنسپله ګل خاندانه وایي په دغه سیمه کې د هلکانو او جینکو ګڼ سکولونه بنیادي سهولتونه نه لري ((دلته کې په ټولو سکولونو کې د فرنیچر کمی دی،واړه په زمکه ناست وي له سره میز کرسۍ نشته، بیا د کمرو کمی دی، ماشومان ډېر دي او ځای نشته،او د اوبو خو درته زه څه نشم وییلی، انتهایي کمی دې، هم په غسل خانو کې اوبه نشته، او هم د څکلو پاکې اوبه په ټولو سکولونو کې نشته، ماشومان ډېر په تکلیف کې دي))

په خیبر پښتونخوا کې په تعلیمي پرمختګ کارکونکې غیر سرکاري ادارې الف اعلان یو کارکونکی عمر اورکزی وایي د صوبې زیاتره سکولونه بنیادي سهولتونه نه لري او هم دغه وجه ده، چې په ځینو لرو پرتو سیمو کې ماشومان سکولونو ته تګ پریږدي ((د خیبر پښتونخوا حکومت چې کوم د تعمیر سکول پروګرام پیل کړی، اوسه پورې خو موږ چېرته یو سکول ونه لیدو چې جوړ شوی وي، باید نوي سکولونه جوړ شي، په کومو کې چې کمرې نشته هلته نورې کمرې او غسل خانې جوړې شي، او بیا داسې سکولونه هم شته، چې یو یا دوه ماشومان لري، او یو اوستاد ورته ناست وي، نو داسې سکولونه دې بیا په نورو کې ورګډ کړل شي، دا ټولې مسلې باید هوارې شي، ځکه چې تعلیمې مسلې بیا نورې مسلې پیدا کوي ))

د خیبر پښتوخوا حکومت د ۲۰۱۶ -۱۷ مالي کال لپاره ۱۱۱ اربه روپۍ تعلیم ته مختص کړي دي وچې دغه به د صوبې په تعلیمي پرمختګ مصرفوي.

دا په لومړي ځل یو حکومت دومره پېسې تعلیم ته مختص کړي دي

د صوبې د تعلیم د سټینډنګ کمیټۍ مشر محمد عارف وایي دوی په سکولونو کې ماشومانو ته په بنیادي سهولتونو ورکولو کار پیل کړی دی (( دا په لومړي ځل یو حکومت دومره پېسې تعلیم ته مختص کړي دي، موږ د تعلیم محکمې مشر ته دا وییلي دي چې د هغو سکولونو لسټ دې راکړي چې بنیادي سهولتونه نه لري،دې کې څه شک نشته چې په ډیرو سکولونو کې بنیادي سهولتونه نشته، کوم سکولونه چې په تېرو حکومتونو کې د پارلمان او یا د صوبایي اسمبلۍ په فنډونو کې جوړ شوي دي، د هغې ریکارډ نشته، د ډېرو سکولونو نه حجرې جوړې کړل شوي دي، دا څه پټه خبره نده، د دې رپوټ نه موږ خبر یو، او غواړو چې سکولونو ته بنیادي سهولتونه ورکړو))

که څه هم صوبايي حکومت د تعلیم لپاره د زیات بجټ دعوا کوي خو څیړونکي بیا وایي په تېرو کالونو کې هم موجوده صوبایي حکومت خپل ټول بجټ ندی استمال کړی، د پېښور پوهنتون د انګلش ډیپارټمنټ اوستاد ناصر جمال خټک وایي (( تعلیم نه خو د پاکستان د حکومت او نه د صوبایي حکومتونو لومړيتوب پاتې شوی دی،نه پخوا داسې وو او نه اوس،که چېرې دوی اهمیت ورکولی نو نن به داسې سکولونه او کالجونه نه وو، چې پکې ذدهکونکې بنیادي سهولتونه نه لري، دا شان په بمونو ډېر سکولونه ړنګ شول، چې لا هم داسې پراته دي،که یو حکومت وي او که بل، خبرې خو ډېرې خوږې او پستې وکړي خو عملي کار بیا نه وي، دې حکومت تعلیمي ایمر جنسي ولګوله نو ایمرجنسي خو ښه هم کیدای شي او بده هم، لکه زما په نظر په کور کې چې مرګ وشي نو هغه هم ایمر جنسي ده، او چې واده وي دغه هم ایمرجنسي ده))

تعلیمي کارپوهان وایي په صوبه کې لا هم په زرګونو سکولونه داسې دي چې ذدهکونکې یي بنیادي سهولتونه نه لري، او باید د صوبې حکومت په تعلیمي پرمختګ په خپلو اعلانونو عملي کار وکړي.

XS
SM
MD
LG