د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ته د شنګهای تنظیم غړیتوب ورکول کېږي


د زیارت په ورځ د ازبکستان په سرښار تاشقند کې به د شنګهای تعاون تنظیم د غونډې په موقع پاکستان او هند ته د دې نتظیم رکنیت ورکول کیږي.

د پاکستان د خارجه چارو دفتر وايې چې په درویشتم او څلریشتم تاریخ ولسمشر ممنون حسېن به د یاد تنظیم د مشرانو په غونډه کې د پاکستان د پلاوې مشري کوي.

د دې تنظیم مقصد د دې غړي ملکونو ترمېنځه تعلقاتو ته وده ورکولو ، په سیمه کې امن په ځایې ساتل ، اقتصادي کمک او د ترهګرې او د سخت دریځې پرضد کار کول دي.

دا تنظیم کال ۲۰۰۱ کې د چین په شنګهایې کې جوړ شوې وو.

په کال ۲۰۱۰ کې پاکستان د دې شنګهای تعاون تنظیم د غړیتوب لپاره درخواست ورکړې وو ، له دې وړاندې دې تنظیم کې پاکستان د کال ۲۰۰۵ نه د یو مبصر په حېث خپل کردار ترسره کولو.

دې لړ کې خارجه چارو دفتر ویاند نفیس زکریا د تېر زیارت په ورځ اونیز خبري غونډې پرمهال ووېلې وو پاکستان د هاغه ملکونو مننه کوي چا چې پاکستان ته رکنیت په ورکولو اتفاق کړې دې.

،، یو ډېر اهم او ښه خبر مو سترګې په لار دې ځکه چې پاکستان به په باضابطه توګه د شنګهای تعاون تنظیم غړې جوړ شي. پاکستان د تېرو څو کالو راهیسي د مبصر په توګه د دې تنظیم برخه پاتې شوې،،

په شنګهای تعاون تنظیم کې د غړیتوب نه به پاکستان ته راتلونکې کې څه ګټه ترلاسه کيږي ؟

دې لړ کې د پاکستان پخوانې د خارجه چارو سیکرټري شمشاد احمد وایې شنګهای تعاون تنظیم یو علاقایې تنظیم دې او نن سبا علاقایې کمک سره اقتصادي او سیاسي شعبې مخ په وړاندې ځي.

د ده په وېنا چې پاکستان به د دې تنظیم د لارې اقتصادي څانګه کې خپل رول لوبولې شي او ورته به فایده وي.

،، د شنګهای تعاون تنظیم په شپږ غړي ملکونو کې څلور داسي دي چې هغې اقتصادي تعاون تنظیم هم غړي دي نو داسي پاکستان به دوه علاقایې تنظیمونو کې د یو پول کردار لوبوي او د دواړو تنظیمونو علاقایې همکاري هم تقریباً یو شان ده نو دا رنګ پاکستان ، ترکي او ایران چې د اقتصادي تعاون تنظیم جوړنکې ملکونه دي ، دوي شنګهایې تعاون تنظیم په مرسته دې علاقه کې اقتصادي کمک او د دې په اېجنډا کې شامل نورو شیانو لپاره یو اهم کردار لوبولې شي،،

د اقتصادي چارو کارو پوه ډاکټر قېصر بنګالي په وېنا چې شنګهای تعاون تنظیم کې اهم ملکونو له وجې د پاکستان معاشي تعلقات ښه کیداې شي.

،، دا تنظیم سټریټیجک نظریې په لحاظ ډېر اهم دې ځکه چې دې کې هغه ملکونه دې چې په معاشي لحاظ تېزې سره ترقي کوي. د دې د غړیتوب نه به نه صرف نورو ملکونو سره تعلقاتو ته وده ملاویږي بلکه معاشي تعلقات به هم مخ په وړاندې ځي نو د دې تنظیم غړیتوب به پاکستان لپاره یقیناً ګټه ور وي،،

په دې سوال چې آیا پاکستان او هند به د یو بل په مقابله کې وي او که د دې تنظیم د لارې خپل مېنځي کمک به کوي؟

دې لړ کې د ښاغلې شمشاد احمد وېنا وه ،، شنګهای تعاون تنظیم به چې کومه ایجنډا وي په هغې کې د پاکستان او د هند د اختلافاتو سوال نه پېدا کیږي ، په دې کې نور ملکونه هم شته او دواړه ملکونه اختلافات نشې لرلې خو دا ده چې دواړو ملکونو ته به موقع ملاویږي چې یو لوې تنظیم چې پکې چین روس او د مرکزي ایشیا ځیني ملکونه هم شامل دې نو په څه طریقه چې تبدیلي راتلې شي چې هغه ولټول شي نو دا به په یو لحاظ سره پاکستان او هند لپاره ښه موقع وي،،

شنګهای تعاون تنظیم کې شپږ مستقل او شپږ مبصر ملکونه دي.

په مستقل ملکونو کې شپږ ملکونه چین ، روس ، قازقستان ، کرغېزستان ، تاجکستان او ازبکستان شامل دې.

د مبصر ملکونو په فهرست کې پاکستان ، هند ، افغانستان ، ایران ، بېلا روس او منګولیا دې.

XS
SM
MD
LG