د لاسرسي ځای

د امریکا متحدایالات وايي، د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره به په کال کې ۳ ملیارده ډالره مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد اولسن د سېشنبې په ورځ څرګنده کړه چې دا مرستې به له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۰ م کاله د افغانستان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي.

رویټرز خبري اژانس د ریچارد اولسن له خولې وایي، چې د امریکا حکومت به له کانګرسه وغواړي چې په همدې موده کې له افغانستان سره اقتصادي مرستو ته هم د کال یو ملیارده ډالره ځانګړي کړي.

XS
SM
MD
LG