د لاسرسي ځای

فرانس او ایران به په ګډه موتران جوړوي


په ایران کې د خودرو ګاډي کارخانه

په ایران کې د خودرو ګاډي کارخانه

د فرانسې"پيژو- سیترون" (پي اېس اې) او د ایران "خودرو" ګاډيجوړونکیو کمپنیو په تهران کې پر یوه وروستي تړون لاسلیک وکړ چې له مخې به یې په ایران کې په ګډه موټران جوړوي.

پي اېس اې د نهې په ورځ په خپل خپاره کړي یوه بیان کې ویلي، د راتلونیکو پنځو کلونو په اوږدو کې به پر دغه پروژه ۴۵۰ میلیونه ډالر لګېږي چې د دواړه لوريو پانګونه به نیم په نیمه وي.

دواړه به پيژو ۲۰۸، او ۲۰۰۸ هوسا سپورټ ګاډی. او پيژو 301 غونډ ګاډی (کمپېکټ موټر) جوړوي چې ډېری پرزې به یې په ایران کې تيارېږي چې د ۲۰۱۷م کال تر نیمايي به یې د جوړولو چارې پیل شي.

له نړیوالو سره د اټومي تړون وروسته، اسلامي جمهوریت له نړیوال بېلتونه په راوتو دی.

XS
SM
MD
LG