د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په نړیوال سوداګریز سازمان کې شامل شو


د افغانستان مشرانو جرګې په نړیوال سوداګریز سازمان او د هنري او ادبي اثارو د ملاتړ په نړیوال کنوانسیون کې د دې هېواد غړیتوب تایید کړ.

د دې جرګې غړو نن په عمومي غونډه کې په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان شاملول د دې هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.

افغانستان د ۲۰۱۵ م کال د دسمبر په ۱۷ نیټه رسمآ د نړیوال سوداګریز سازمان غړیتوب ترلاسه کړ.

ولسي جرګې هم په دې وروستیو کې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب تصویب کړ.

تردې وړاندې یو شمیر سوداګر ویلي چې افغانستان د نړۍ له سوداګریز سازمان سره له یو ځای کېدو سره کولای شي د نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې او ترانزیتي ستونزې هوارې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG