د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور : بمي چاودنې یو پوليس وژلی او دوه یې ژوبل کړي


د پېښور پولیس وايي د دوشنبې په ورځ د سړکغاړې په یوه بمي چاودنه کې یو پولیس سرتیری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

دا پېښه تېر ماسختن په چارصده روډ د داودزۍ تاڼې په حدودو کې رامنځ ته شوې ده.

د سپیشل برانچ یو چارواکي نن د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، د پولیسو په ګاډي د بمي چاودنې پر مهال درې پولیس ژوبل شوي وو چې بیا وروسته یو یې په لیډي ریډنګ روغتون کې ساه ورکړه.

د نوموړي روغتون چارواکي د دوو نورو سرتېرو صحي وضع ډاډمنه ښايي. د بمونو د ناکاره کولو ادارې د معلوماتو له مخې په بمي چاودنه کې ۶ کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کارول شوي وو.

د برید پړه تحریک لشکر اسلام په نوم یوې ډلې قبول کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG