د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حزب اسلامي د سولې لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي'


ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار

افغان چارواکي وايي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې تړون لاسلیکولو لپاره نوي شرطونه ایښي دي چې منل یې د افغانستان حکومت لپاره سخت او ناممکنه ښکاري.

د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس دا خبره د افغان حکومت ځينو چارواکو له خولې کړې چې له حزب اسلامي سره خبرې اترې کوي. په دوی کې یوه چارواکي یې وویل د حزب اسلامي نوي شرطونه دا دي چې له امریکا سره امنیتي قرارداد لغوه کول، د بهرنیو ځواکونووتلو لپاره مهالوېش ټاکل او بل دا چې د مهالوېش لاسلیکول به د ملي یووالي حکومت نه بلکې افغان دولت کوي.

د افغانستان سولې شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم وايي، دواړه خواوې څو اونۍ مخکې یو لومړني توافق ته رسېدلې وې او د نهايي کولو لپاره یې یوازې د حکمتیار لاسلیک ته اړتیا وه.

د اسلامي حزب یو غړي چې په خبرو اترو کې برخه لري او نه یې غوښتل نوم یې یاد شي اسوشیېټېډ پرېس ته ویلي، نوي شرطونه د ګلبدین حکمتیار له خوا په هغه لیک کې راپورته شوي چې په دا وروستیو کې د اسلامي حزب استازي کریم امین او د حکمتیار زوی حبیب الرحمن ولسمشر غني ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG