د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: د افغان ولسي وګړو د مرګژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې


یوناما په کابل او بدخشان کې د دوشنبې د ورځې پر بریدونو او د ولسي خلکو پر مرګ ژوبله ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي چې د ملکي استوګنې په سیمو کې دې سمدستي دا ډول بریدونه پای ته ورسوي .

په کابل کې د ملګرو ملتونه مرستندویه ماموریت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د بدخشان ولایت د کشم په ولسوالۍ کې هغه چاودنه غندي چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې ۱۰ ولسي خلک ووژل او تر ۳۶ تنو زیات نور یې ټپیان کړل.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه د کابل په بنايي کې هغې ځانمرګي برید ته هم اشاره شوې چې په کې ۱۴ نیپالي قراردادیان او د ډیپلوماټیکو ماموریتو ساتونکي ووژل شول او درې ملکي افغانانو په شمول پنځه نور ټپیان شول .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي نماینده ګۍ یو وار د طالبانو په شمول د حکومت پر مخالفو وسله والو غږ کړی چې سمدلاسه دې د ډیپلوماټیکو ودانیو او پرسونل په شمول د ولسي خلکو د استوګنې په سیمو کې دا ډول بریدونه ودروي .

وسله والو طالبانو په کابل کې د پروني برید مسولیت منلی خو د بدخشان د برید پړه لا کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG