د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان کې له ښځينه زندانیانو سره جنسي ځورونې کېږي'


د پاکستان سېنېټ داخله چارو کمېټۍ په ډاګه کړې چې د ملک په مختلیفو جېلونو کې له ښځینه قیدیانو سره نه یوازې جنسې زیاتې کېږي بلکې ذهني او جسماني تشدد هم ورسره کېږي.

کمېټۍ کې دا هم ویل شوي چې تر اوسه په دې لړ کې حکومت هېڅ اقدامات نه دی اوچت کړي او د ذمه واروانو پرضد یې کاروایې هم نه ده کړې.

د کمېټۍ په وينا داسي کېسونو کې خپله د جېل عمله ککړه ده.

د سېنټ داخله چارو د کمېټې چیرمېن رحمان ملک داخله چارو سیکرېټري ته هدایات جاري کړی چې په دې لړ کې دې یو مکمل رپورټ وړاندې کړل شي او په حکومتي کچه دې یې د مخنیوي لپاره اقدامات پورته کړل شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د سېنټ د داخله چارو کمېټې غړي سېنېټر سید طاهر حسېن مشهدي وېنا وه له ښځو سره په جېلونو کې د بدسلوکۍ په اړه د سېنېټ د داخله امورو کمېټې ته رپورټ ترلاسه شوې وو چې په جیلونو کې ښځې جسماني او د ذهني تشدد ښکاریږي.

ده ووېل چې په جېلونو کې قېد د ښځو د حقونو خلاف ورزي کيږي کوم چې یو ډېر لوې ټولینیز جرم دې.

نوموړي خپلو خبرو کې ووېل چې دا قېدیانې ښځې د شپې بهر لیږل کیږي او د دې جنسي استحصال کیږي.

سېنټر طاهر حسېن مشهدي دا هم ووېل چې د کمېټۍ لخوا دا تجویز ورکړل شوی چې د ښځو لپاره دې مخصوص جېلونه جوړ کړل شي.

"موږ غواړو چې د ښځو لپاره دې بیل جېلونهجوړ کړل شي خو هغه په سمدستي توګه ممکنه نه ده نو موږ وایو چې د دې جېل کوم سپرټنډنټ وي چې هغه د سړي پر ځای ښځه وي او په جېلونو کې د ښځو چارو لپاره ښځې پکار دي. په کومو جيلونو کې چې د دوی ځایونه له نارینه و قيدیانو سره نزدې دي نو هغه دې هم لیرې جوړ کړل شي او که ممکنه وي چې په مينځ کې یې دیوال ولګول شي."

له ښځو سره د زیاتي په اړه د عورت فاونډېشن یو چارواکې عاصم ملک وایي داسې کېسونه هم راغلي چې په تاڼو کې ښځې د جنسي زیاتي ښکار شوي.

ده ووېل که د پاکستان په جېلونو کې ښځینه جېلرانې یا سپرڼتنډنټې نه وې نو دا مسلې به په خپل ځای ولاړې وي.

"له ښځو سره زیاتی هغه وخت شروع شي چې کله پر هغوی تور ولګي او هغوی تاڼې ته ولاړ شي. تاسو وګورئ چې په پاکستان کې څومره داسې کېسونه مخ په وړاندې راغلي دي چې په حوالاتو کې له ښځو سره زیاتی وشي. دا ښځې چې کله جېل ته ولاړې شي نو بېخي بې وسه وي، له بهر نړۍ سره یې رابطه نه وي او بیا چې کله عدالت ته وړاندې کېږي یا چې ورته سزا وشي نو بیا په هغه سزا کې د دوي استحصال کېږي کوم چې یو عمومي رواج دی."

د ذکر ده دا وخت په ملک کې د ښځو لپاره درې جېلونه دي، یو د سیند صوبې په کراچۍ، دویم د پنجاب صوبې په ملتان او درېیم د خېبر پښتونخوا په هريپور کې دي.

د ملک په نورو جیلونو کې د ښځو لپاره بېل بېرکونه جوړ کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG