د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ ((هنر کور)) څه کار کوي؟


پراګ - د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې د ملاکنډ تاڼې کلي ((هنر کور)) په اړه معلومات درکوو.

هنر کور یوه هجره ده چې نومیالي لیکوال او موسیقار امجد شهزاد جوړه کړې ده.

هنر کور له یوې مودې راهیسې د پښتو پخوانۍ سندرې په موسیقۍ کې غږوي او په دې توګه یې د بیا ژوندي کولو هڅه کوي.

په خپرونه کې امجد شهزاد او ځوان رباب غږوونکی بلال خان بلال زموږ مېلمانه دي. شهزاد وايي، د هنر کور له لارې یوازې موسیقي نه بلکې، نورې هنري او فرهنګي هلې ځلې هم کوي، لکه مشاعرې کول او کتابونه چاپول.

له دوی سره خبرې او موسیقي د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د ملاکنډ ((هنر کور)) او هنري هلې ځلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG