د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي تاپي پروژې ته هیله من دي


افغان چارواکي وايي، هرات ولایت ته د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر له سفر وروسته دوی هیله من دي چې د تاپی پروژې لومړۍ چارې به په افغانستان کې سږکال پیل شي.

د هرات والي محمد آصف رحیمي پرون یکشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ترکمنستانبهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د تېرخالي په ورځ دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې له ده او نورو هغه والیانو سره ملاقاتونه وکړل چې دغه نل ـــــــ لیکه/پایپ ترې تېرېږي.

یاده دې وي چې په تاپي پروژه کې به له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګېس پایپ ـــ لاین غځول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG