د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا غواړي پاکستان دې د افغان طالبانو ضد کاروايي وکړي'


د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکارسرتاج عزیز وایي امریکا غواړي چې پاکستان دې د افغان طالبانو پرضد کاروایي وکړي خو [موږ د افغانستان جنګ پر خپله خاوره نشو کولی.]

د پاکستان له سرکاري ټي وي سره په یو مرکه د حکومت د درو کالو خارجه پالیسې په اړه د پاکستان وزیراعظم سلاکار سرتاج عزیز وویل، په افغانستان کې زیاتره وسله والې ډلې د هغه ځای دی خو اوس دا خبره کېږي چې پاکستان د دې پرضد کاروایي وکړې.

''زما په خیال امریکا په څه نا څه طریقه پر پاکستان فشار سېوا کوي چې موږ د وسله والو ډلو خلاف کاروایي وکړو خو موږ د افغانستان جنګ کې خپله ځمکه نشو کارولی. که زموږ د خپلې پالیسۍ لاندې یو وارې د پولو سمبالولو سیسټم سم شي نو موږ ته به خطر نه وي او که د افغان کډوالو د لېږلو لپاره هغوی خبرو ته تیار نه وي نو موږ هغوی ته ویلای شو چې موږ ستاسو تر دېرش کاله زیات کوربه توب وکړ نو اوس تاسو په ورو ورو روان شئ نو هم د دې لپاره زموږ تر ټولو مهمه ترجیح د پولې سمبالولو سیسټم دی.''

ده وویل چې موږ د خپل اثر رسوخ له وجې طالبان د مزاکراتو مېز ته راوستل خو له هغوی سره خبرې کول د افغان حکومت کار وو.

سرتاج عزیز هیله څرګنده کړه چې زمکنې صورتحال د افغانستان حکومت په حق کې پاتې شول نو امن مزاکرات بیا پیلېدای شي.

ده زیاته کړه چې د پولو سمبالولو سیسټم د دواړو ملکونو لپاره ضروری دی.

،،موږ اوس افغانستان سره یو خلاص او نرم سرحد نشو لرلی ځکه چې موږ ډېر په ګرانه په فاټا کې د حکومت عملداري قایمه کړې ده. د دې پولې انتظام لپاره موږ ته د دوو شیانو ضرورت دی یو د اسنادو او بل دا چې هلته بنیادي ډانچه سمه وي نو د پولو انتظام دواړو ملکونو لپاره ضروري دی ځکه چې هغه هم وایي، چې ستاسو لخوا خلک راځي،،

ښاغلي سرتاج عزیز په مرکه کې وویل چې د دې حکومت په تېرو درو کالو کې د پاکستان او امریکا تعلقاتو کې ښه والی راغلی دی.

د ده په وينا د امریکا چارواکو ته دا غلطفهمی ده چې پاکستان د افغان طالبانو مختلفو ډلو او د حقاني شبکې ملاتړ کوي خو پاکستان ضرب عضب اپرېشن له لارې د وسله والو خلاف بې له توپیره کاروایي کړې ده.

له امریکا سره د تعلقاتو په اړه سرتاج عزیز زیاته کړه:

''چې کله زموږ حکومت راغلو نو له امریکا سره تعلقات د تاو تریخوالي ښکار وو ځکه چې د رېمنډ ډېوس، د سلاله چېک پوسټ او د اېبټ اباد پېښه شوې وه او چې کوم سټراټیجیک ډایلاګ وو هغه د ځنډ ښکار شوي ول نو هغه بیا موږ۲۰۱۳ کال کې بیا شروع کړل چې تر اوسه یې درې غونډې شوې دي او له دې سره دا هم ووېل چې تاسو افغانستان او امنیت نه علاوه موږ سره اقتصادي او تعلیمي تعلقات او نور چې کوم د خپل مېنځي کمک کې اضافه وکړې نو باوجود د دې چې د امریکې ترجیحات بدلیدل نو موږ دا تعلقات سم کړل.''

سرتاج عزیز د ډرون بریدونو په اړوه وویل، پخواني پوځي ولسمشر جنرل پروېز مشرف په یو مرکه کې منلې وه چې امریکایایې چارواکو ته یې په زبانی توګه په فاټا کې د ډورن بریدونو اجازت ورکړی وو، دا شان پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګېلاني هم د امریکا ملګرتیا کړې وه خو موجوده حکومت خپل سخت ردعمل ښودلی دی او هم دا وجه ده چې په ډرون بریدونو کې کموالی راغلی دی.

ده ووېل چې کال ۲۰۱۰ کې ۱۱۷ ډورن بریدونه شوي وو، ۲۰۱۴ کال کې ۱۲ او روان کال ۳ ډرون بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG