د لاسرسي ځای

افغان او پاکستاني چارواکي د ستونزو په هوارولو سلا شول


د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستيال حکمت خليل کرزی

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وايي، نن دوشنبه د پاکستان او افغانستان چارواکو تر مینځ په یوه غونډه کې هوکړه کړې چې د سرحدي انتظام پر معامله د دوه اړخيزه مشاورت لپاره یو مناسب نظام جوړول پکار دی.

نن د ګل په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان خارجه سیکرېټري اعزاز چودري او د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال وزير حکمت خليل کرزي په مشرۍ د دواړو ډلو په کچه مذاکرات وشول.

تر غونډې ورسته د پاکستان خارجه دفتر په خپله ېوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خبرو اترو پرمهال دواړو ملکونو د سرحدي معاملات په ښه توګه د هوارولو خواهش وښود او پر دې سلا شول چې وړاندې کړې شوي تجويزونه به خپلو اعلا چارواکیو ته رسوي.

په بیان کې ویل شوي دي چې پاکستان او افغانستان په دې خبره زور راوړ چې د سرحدي انتظام په معامله دوه اړخيزه مشاورت لپاره یو مناسب نظام جوړول پکار دی او په دې خبره هم اتفاق وکړل شو چې غوره سرحدي نظام د امن، ترهګرۍ مخنیوي او خپلمینځيو اړیکو ته د ودې ورکولو لپاره هم ضروري دی.

له اعزاز چودري سره تر لیدو ورسته د افغانستان پلاوي د وزيراعظم خارجه چارو مشير سرتاج عزيز سره هم ملاقات وکړ او په تېرو ورځو کې په تورخم کې رامېنځ ته شوې شخړې پشمول د پولې انتظام په چارو يې ورسره خبرې اترې وکړې،

په پاکستان کې کارپوهان د افغانستان پلاوي اسلام آباد ته سفر په باب وايي چې د دا قسمه ملاقاتونو له کبله د دواړو ملکونو ترمېنځ تاو تريخوالی تر ډېره حده کمېدلای شي،

خبریال هارون رشيد وايي چې د مذاکراتو شورو کېدو ورستو هيله من دی چې د دواړو ملکونو ترمېنځ دا مسلې به تر څه حده ختمې شي.

د ذکر ده چې د پاکستان او د افغانستان د بهرنیو چارو چارواکي له هغه وروسته له یو بل سره خبرې اترې وکړې چې تېره اونۍ د دواړو ملکونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ په تورخم کې وسله والې نښتې رامنځ ته شوې وې.

پخوانی سفارتکار ایاز وزير وايي چې د دواړو ملکونو ترمینځ له ډېر وخت راهسې د پولې په معامله شخړه برقراره ده نو پاکستان او افغانستان ته پکار دي چې دا مسله هواره کړي،

یاده دې وي چې د روانې میاشتې په دولسمه نېټه پاکستان پر تورخم د یوه نوي دروازې په جوړولو کار شورو کړی و چې پرسر یې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه یوڅو ورځې وخت په وخت نښتې وشوی او پکې دواړو خواوو ته مرګژوبله واوښته،

دا دې هم ېاده وي چې د دې نښتو له امله د تورخم لار تر پنځو ورځو له بندېدو وروسته د تېر خالي په ورځ بیا د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانستل شوه.

XS
SM
MD
LG