د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ نیمايي کډوال شامي، افغان او صومالي وګړي دي


اروپا ته په کشتیو کې تېرېدونکي کډوال
اروپا ته په کشتیو کې تېرېدونکي کډوال

په جهاني کچه، ترکییه د تر ټولو زیاتو کډوالو کوربتوب کوي، چې شمېر یې ۲.۵ میلیونه دی.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د جون پر ۲۰ مه نېټه په خپل یوه خپاره کړي رپوټ کې ويلي، په نړۍ کې د ۲۰۱۵م کال تر پایه ټولټال ۶۵.۳ میلیونه وګړي بې ځایه کړل شوي دي چې تر دې تش ۱۲ میاشتې وړاندې دا شمېر ۵۹.۵ میلیون وو.

افغان کډوال
افغان کډوال

په رپوت کې راغلي، د نړۍ ۷.۴ بیلیونه وګړو له ډلې، په هر ۱۱۳ تنو کې یو یې یا هم بل هېواد ته کډه شوی یا په کور دننه بې ځایه شوی دی. د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، چې د کډوالو د دومره لوړې کچې شمېر خطر ته په کتو یې دوی د راتلونکې په اړه هېڅ وړاندوینه نه شي کولی.

د پروسږ کال د هرې ورځې په هره یوه دقیقه کې اوسطا ۲۴ تنه بې ځایه شوي دي چې په یوه ورځ کې ۳۴ زره جوړېږي، د راپور له مخې۲۰۰۵م کال کې په هره یوه دقیقه کې دغه شمېر ۶ تنه وو. له ۱۹۹۷ م کال راهیسې په جهاني کچه د بې ځایه کېدونکیو شمېر اندازن دوه چنده زیات شوی دی، خو یوازې له ۲۰۱۱م کال راهیسې په سوریې کې د جګړې له پيلېدو سره یې شمېر ۵۰ فیصده لوړ شوی دی.

د سوریې کډوال
د سوریې کډوال

د نړۍ کډوالو نیمايي یې یوازې له درو هېوادونه څخه دي. سوریا ۴.۹ میلیون، افغانستان ۲.۷ میلیون او صومالیه ۱.۱ میلیون، چې په جهاني کچه د یو اېن اېچ سي ار تر اختیار لاندې شمېر شویو کډوالو کې تر نیمايي زیات جوړېږي. په هېواد دننه بې کوره شویو وګړیو کې تر ټولو زیاته شمېره صومالیه ۶.۶ میلیونه، سوریا ۶.۶ میلیونه او عراق ۴.۴ میلیونه لري.

په جهاني کچه، ترکییه د تر ټولو زیاتو کډوالو کوربتوب کوي، چې شمېر یې ۲.۵ میلیونه دی. خو لبنان بیا د خپلو نفوسو شمېرې ته په کتو په نړۍ کې د بل هره یوه هېواد په پرتله د خپلو هرو پنځو وګړو پر سر یو کډوال ځای کړی.

بل پلو د روسیې فېډراسیون ته په ۲۰۱۵م کال ۱۴۹،۶۰۰ کډوال ستانه شوي دي چې په لوی شمېر کې د کډوالو ساتلو له پلوه دویم هېواد دی، په دوی کې ټول یې له اوکراینه پناه وروړې ده.

د ۲۰۱۵م کال په پای کې اوکراینیان تر ټولو زیات کډوال شوي چې ۳۱۲،۳۰۰ یې پناه وړې ده او ۸۰۰،۰۰۰ یې په کورـــ دننه بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG