د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور حکومت د اسلامیات کتاب کې د کرکجنو موادو پلټنه کوي'


د خېبر پښتونخوا د دیارلسم او څوارلسم ټولګیو لازمي مضمون اسلاميات د 2015 م کال ګڼه
د خېبر پښتونخوا د دیارلسم او څوارلسم ټولګیو لازمي مضمون اسلاميات د 2015 م کال ګڼه

د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، د هغو کسانو پرضد به قانوني کاروايي کوي چې د ديارلسم او څوارلسم ټولګیو په نوي تعليمي نصاب کې یې د اقليتونوپه باب ناسم او له کرکو ډک مواد شامل کړي دي.

د خېبر پښتونخوا د لوړو زدکړو (هاير ايجوکيشن) وزير مشتاق غني مني چې د لازمي مضمون اسلاميات د 2015 م کال په چاپ شوې ګڼه کې مېرمنو ته په مختلفو مذهبونو کې د ورکړل شویو حقونو موازنه شوې خو دا مالومه نه ده چې دغه مالومات څومره کره او سم دي.

نوموړی وايي دوی پلټنې کوي او که واقعې دغه مالومات د هندوانو او عسايانو له مذهبي کتابونو اخیستل شوي وي نو بيا څه نه شي ويلي خو که داسې نه وي نو د کتاب ليکوال او نورور ذمه وارو کسانو پرضد به قانوني ګامونه پورته کوي:

((اوس دا کتل دي چې د مضمون دننه کوم مواد دي په هغه کې څومره صداقت دی، آيا دغه مالومات د دوی له مستندو مذهبي کتابونو اخیستل شوي يا هسې هوايې خبري دي. نو که دغه مالومات کره وي بيا خو سمه ده او که نه غلط وي نو حکومت يې مخه نيولی شي، له کتابه دغه مالومات لیرې کولای شو او قانوني کاروايي به ضرور کېږي.))

خو د ټول پاکستان د هندوانو حقونو غورځنګ مشر هارون سربديال بيا وايي د لازمي مضمون اسلاميات په دغه کتاب کې د دوی په اړه اچول شوي دا مالومات چې ګنې د هندوانو مذهب يوې هندواڼۍ ښځې ته اجازت ورکوي چې پر يو وخت ډېر خاوندان ساتلی شي يا بغير نکاح بچی راوړلی شي، له سره د دوی په مذهبي کتابونو کې نه شته. په خېبر پښتونخوا کې هندوان،عیسايان او نور اقليتونه وايي په نوي تعليمي نصاب کې د پخوا پر تله ډېر د نفرت مواد شامل کړل شوي. په پاکستان کې د اقليتونو مشرانو تېره ورځ (خالي/شنبه) په پېښور کې په يوه سمينار کې وويل چې د ديارلسم او څوارلسم ټولګیو په نصاب کې په ځانګړې توګه د دوی د مېرمنو نه يواځې سپکاوی شوی بلکې د دوی د ښځو ژوند يې له خطر سره مخامخ کړی دی. همداراز هارون سربديال وايي له دې کار سره په خېبر پښتونخوا کې له هندوانو، سیکانو او عیسايانو سره د خلکو نفرت نور هم زيات شوی.

دا چې په دې تعليمي نصاب کې د اقليتونو پر ضد نور کوم مواد شامل کړل شوي دي، په اړه يې هارون سربديال وايي:

((په دې اسلاميات کتاب کې ليکل شوي چې په عیسايت مذهب کې دا نظريه ده چې ښځه د شېطان لاره ده، عیسايې ښځه د الله پاک د قانون ماتولو واله صنف دی، د هندوانو په باره کې ليکل شوي دي چې د دوی په مذهب کې دا خبره شامله ده چې يو سخر خپلې انږور ته ويلای شي چې له يوه صحتمند کس سره جنسي اړيکې ولري، همداراز که یو څوک مکاري زده کول غواړي نو له هندوانو دې زده کړي، نو زه دا ويم چې دا زموږ خلاف تعليمي ترهه ګري ده.))

هارون سربديال تور پوری کړ چې صوبايې او مرکزي حکومتونه دوی ته خپل حقونه نه شي ورکولی نو ځکه په ولس او په ځانګړې توګه په زده کوونکیو کې د دوی خلاف نفرت او تعصب پيدا کوي. خو ټولنيز فعاله او سياستواله بشرا ګوهر چې په ياد سمينار کې يې هم برخه اخیستې وه، وايي د حکومت د دې ګام هدف د خېبر پښتونخوا ځوانان سختدريځه کول او له نورو مذهبونو سره نفرت پيدا کول دي:

((پاکستان يو سیکوریټي رياست دی او په داقسمه رياست کې د انتهاپسندۍ رجهان زيات وي، بايد چې موږ خپلو بچو ته سختدريځي و نه ښيو.))

د خېبر پښتونخوا د لوړوزدکړو وزير مشتاق غني اقليتونه ګرم او ذمه وار وبلل چې په نصاب کې دغه مواد يوه کال مخکې اچول شوي او دوی پرې خاموشه ول خو هارون سربديال وايي دوی څو وارې د دې خلاف غږ پورته کړی خو هېچا يې اواز نه اورېدلو. نوموړی زياتوي دا وار به د جنوبي اشيا همکارۍ سازمان په ګډون نورو نړيوالو ادارو ته هم اپيل کوي چې په پاکستان کې د هندوانو، سیکانو، عیسايانو او نورو اقليتونو د سپکاوي او پرضد يې د پروپېګنډې مخه ونيسي او حقونه يې خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG