د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حکمت کرزي په مشري افغان پلاوی اسلام اباد ته ولاړ


د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی
د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی

د افغانستان بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ نن دوشنبه یو شپږ کسیزه پلاوی اسلام آباد ته رسېدلی دی چې له پاکستاني چارواکو سره به د تورخم کړکېچ په ګډون پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د اتوار ورځ مشال راډیو ته وویل افغان چارواکو ته یې بلنه ورکړې وه چې پر تورخم له نښتې وروسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د کړکېچ هوارولو لپاره اسلام آباد ته ورشي.

تمه کېږي چې د افغان او پاکستانيو چارواکو په نننیو خبرو کې به د تورخم شخړی علاوه د ځینو نورو دوه اړخېزو لانمجنو مسلو او همداراز د افغانستان سولې بهیر راتلونکې په اړه هم بحثونه وشي.

یاده دې وي چې د روانې جون میاشتې په دولسمه نېټه پاکستان پر تورخم د یوه نوي وره جوړولو کار شورو کړی و چې پرسر یې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه یوڅو ورځې وخت په وخت نښتې وشوی او پکې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG