د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانوژونکي برید ۱۴ نیپالیان وژلي


کابل: ځانمرګي برید ګڼ نيپالیان وژلي. ۲۰م جون ۲۰۱۶
کابل: ځانمرګي برید ګڼ نيپالیان وژلي. ۲۰م جون ۲۰۱۶

د افغانستان کورنيو چارو وزارت وايي، په کابل کې له ځانمرګي بریده ۱۴ نیپالي وګړي وژل شوي، په پېښه پينځه نیپالیان او څلور افغانان هم ژوبل دي.

برید د کابل ښار له نهمې حوزې سره جوخت د بنایي سیمې په پل پاچا کوڅه کې یوه پیاده ځانوژونکي بریدګر کړی دی.

په دې پیښه کې یوه ژوبل نیپالي وګړي اسوشیېټډ خبري اژانس ته وېلي، دوي په کابل کې د کاناډا سفارتخانې ساتندویان دي او خپلې دندې ته روان ول.

په کابل کې میشت ډېری نیپالي وګړي د بهرنیو ادارو او سفارتونو ساتونکي دي.

د برید ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده.

​بلخوا د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي نن سهار لس بجې د بدخشان ولایت کِشم ولسوالۍ په بازار کې د ماین یوه چاودنه شوې چې اته تنه ولسي وګړي یې وژلي او ۱۶ نور یې ژوبل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG