د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت لس زره ښوونکي له دندو لرې کوي


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خيبر پښتونخوا د استازانو د اتحادیې مشر ملک خالد خان د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دي ګام پرضد به دوی احتجاج کوي.

پېښور: د خيبر پښتونخوا حکومت د مالي کال – دوه زره شپاړم او اولسم –لپاره وړاندي کړي صوبايي بجټ کې په تعليمي څانګه کې د یو لوی بدلون اعلان کړی دی.

د یاد حکومت له خوا ویل شوي چې د صوبې په تعلیمي څانګه کې به لس زره ښوونکي – استاذان – له دندو لرې کړي.

صوبايي وزير شافرمان د اسمبلۍ غونډې ته وويل ، د دغو استاذانو قابليت ښه نه دی نو ځکه يې دا پريکړه کړې چې له نوکریو به یې وباسي.

د شاه فرمان په وینا ، د دې لرې کېدونکو ښوونکو پر ځای به نو داسې کسان اخلي چې د ښوونې په ډګر کې یې وړتیاوې تر دې اوسنیو هغو ښې وي.

د خيبر پښتونخوا د استازانو د اتحادیې مشر ملک خالد خان د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د دي ګام پرضد به دوی احتجاج کوي.

ملک خالد خان وویل ، داسې پرېکړه د پنجاب حکومت هم کړې وه خو بیا چې ښوونکي ورته په یوه خوله او سلا شو نو حکومت هغه پرېکړه بیرته واخیسته.

نوموړي وویل ، صوبايي حکومت دې پخوا اخیستل شوو ښوونکو ته ناپوهان نه وايي بلکې د تعلیم په ډګر شته جدي ستونزې دې هوارې کړي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG